واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې د واڼې په ډابکوټ سیمه کي له بارودي موادو ډک یو ګاډی په چاودنه کي تباه شوی دی. ځايي سرچینې وايي، په پېښه کي د چا د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
د سرچینو په وینا، دغه ګاډی له تېرو څو ورځو راهیسې په سیمه کي ولاړ و او د تباه کولو لپاره یې څو ځله هڅې شوې وې. سرچینې وايي، تر چاودنې وړاندې پر ګاډي د ډرون الوتکو له لارې له لسو زیات بریدونه شوي وو، خو ګاډی نه و تباه شوی.
د دوی په وینا، وروسته په ګاډي کي موجود بارودي مواد وچول شول چې له امله یې زوروره چاودنه وشوه او ګاډي اور واخیست. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې دغه ګاډی د چا و، بارودي مواد چا پکي ځای پر ځای کړي وو او د ډرون بریدونه چا کړي دي.
دا هم نه ده معلومه چې ګاډی د کوم برید لپاره تیار شوی و او که په سیمه کي د بلې پېښې په ترڅ کي پرېښودل شوی و. د پېښې په اړه د پولیسو، ضلعي انتظامیې او امنیتي چارواکو رسمي بیان لا نه دی خپور شوی.
د شال نیوز د ترلاسه شویو ځايي معلوماتو له مخې، په چاودنه کي کوم ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د ډرون بریدونو شمېر او د ګاډي د تباه کېدو څرنګوالی لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د اکتوبر پر ۱۶مه هم د واڼې په غواخوا سیمه کي له بارودي موادو د ډک یوه بل ګاډي د تباه کېدو خبر خپور شوی و، خو تر اوسه داسې شواهد نشته چې دواړه پېښې دې له یو بل سره تړاو ولري. د ډابکوټ د تازه پېښې په اړه چارواکو تر دی دمه څه نه دی ویلی.


ظفر وزير