سېنټ پیټرزبورګ (شال نیوز) : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه یې ۷۴ کلن امریکايي وګړی سټیفن هبارډ له زندانه خوشې کړی دی.

 

د هبارډ د خوشې کېدو اعلان په داسې وخت کې شوی چې پوتین د روسیې په سېنټ پیټرزبورګ ښار کې د سپینې ماڼۍ له ځانګړي استازي سټیو وېټکوف سره د اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه خبرې پیل کړې وې.

 

سټیفن هبارډ، چې د امریکا د میشیګن ایالت اوسېدونکی دی، په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوی و.

 

روسي چارواکو پر هغه تور لګولی و چې د پیسو په بدل کې یې د اوکراین په پوځ کې جګړه کړې ده. په ۲۰۲۴ کال کې د تړلو دروازو تر شا تر محاکمې وروسته نوموړي ته د نږدې اوو کلونو بند سزا ورکړل شوې وه.

 

پوتین د امریکايي استازي سره د خبرو د پیل پر مهال اعلان وکړ چې هبارډ خوشې شوی او د سېنټ پیټرزبورګ په پولکوو هوايي ډګر کې موجود دی. ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې له پوتین څخه یې د هبارډ د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

 

د امریکا حکومت د پخواني ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پر مهال د هبارډ نیول کېدل غیرقانوني بللي وو او هغه یې د هغو امریکايي وګړو په ډله کې شامل کړی و چې واشنګټن یې په بهرنیو هېوادونو کې په ناحقه بندیان ګڼي.

 

د هبارډ خوشې کېدل په داسې وخت کې شوي چې د ټرمپ حکومت له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره خبرې روانې کړې دي. ټرمپ په دې وروستیو کې پر مسکو ځینې بندیزونه نرم کړي او د اوکراین پر حکومت یې هم نیوکې کړې دي.

 

تر اوسه څرګنده نه ده چې د هبارډ خوشې کېدل د واشنګټن او مسکو ترمنځ د کومې پراخې موافقې برخه ده او که یوازې د ټرمپ په غوښتنه ترسره شوي دي.