راجن پور (شال نیوز) : د پنجاب صوبې په راجن پور ضلعه کي د چهارشنبې په ورځ د مسافرو یو بس اوړېدلی، چي له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، بس له کراچۍ څخه ډېره غازي خان ته روان و چي د انډس هایوې پر سر د بنګله هدایت سیمې ته نږدې د سړک په منځ کي له بېلوونکي دېوال سره ولګېد او واوښت.
د چارواکو په وینا، اته کسان د پېښې پر ځای وژل شوي وو، خو دوه نور وروسته په روغتون کي مړه شول، چي ورسره د وژل شویو کسانو شمېر لسو ته ورسېد.
د پېښې له خبرېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او مړي او ژوبل کسان یې له بس څخه راوایستل. په ژوبلو کسانو کي ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یو شمېر ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي او نورو ته د پېښې پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، بس په تېز رفتار روان و، خو د پېښې کره علت لا نه دی معلوم شوی.
د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او چارواکو ته یې لارښوونه کړې چي ژوبلو کسانو ته د علاج ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او د پېښې د ذمه وارو کسانو پر ضد قانوني کارروایي وکړي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو بشپړ نومونه نه دي خپاره شوي.


شال نیوز