تهران (شال نیوز) : د حالوش خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان ۹ وګړي او یو ایرانی وګړی پرون د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې، دغه پېښه د سېشنبې په سهار د زاهدان-بم پر لویه لاره، د کهورک پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوې چې د افغان وګړو د لېږدولو موټر له یوه ټېلر موټر سره مخامخ ټکر وکړ.
د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او لا هم څرګنده نه ده، چې وژل شوي کسان ایران ته د کډوالۍ په موخه روان وو، که له دې وړاندې په دغه هېواد کې اوسېدل.
ایران ته ناقانونه کډوالي له ګڼو خطرونو سره مل ده، چې په کې ترافیکي پېښې، د پولو په اوږدو کې ډزې، تښتونې او د یرغمل نیولو پېښې شاملې دي.
د راپور له مخې چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت پېښې او بدلونونه څاري، په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان لسګونه کډوال په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان ۱۴۹۲ کډوالو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د کډوالۍ پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې ډلې، ۱۳۲۳ کسان یوازې له افغانستان څخه ایران ته د پولې د اوښتو پر مهال مړه شوي دي.


شال نیوز