اسلام اباد (شال نیوز) : د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون له زده کوونکې لایبې اعجاز سره د لکونو روپو د درغلۍ په مقدمه کي نیول شوی مرکزي تورن محمد نعمان د پولیسو په یوه مبینه مقابله کي وژل شوی دی.

 

د اسلام اباد پولیس وايي، نعمان د سې شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۰مه، هغه مهال په ډزو ولګېد چې پولیسو د پلټنو لپاره له ځان سره بیولو. د پولیسو په وینا، نوموړی د خپلو ملګرو په ډزو ژوبل شوی و او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړه.

 

د پولیسو ویاند ویلي، د پولیسو یوه ډله نعمان د هغه په نښه کړي ځای ته د شواهدو د ترلاسه کولو لپاره بیولو، چې د رمنا تاڼې په حدودو کي پر دوو موټرسایکلونو سپرو څلورو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.

 

پولیس وايي، وسله والو غوښتل نعمان د پولیسو له ولکې خلاص کړي، خو د ډزو پر مهال نوموړی پخپله ولګېد. د پولیسو اهلکار د مرمۍ ضد واسکټونو له امله خوندي پاتې شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، بریدګر تښتېدلي او د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي. خو تر اوسه د پولیسو دا بیان په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی او دا هم نه دي څرګند شوي چې د پېښې په اړه به خپلواکه پلټنې کېږي که نه.

 

لایبه اعجاز د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون زده کوونکې وه، چې د ښو نمرو له امله یې د سرو زرو مډال هم ګټلی و. د هغې مړی د اکتوبر په نهمه د اسلام اباد په جي ټېن سیمه کي موندل شوی و.

 

پولیسو هغه مهال ویلي وو چې لایبې مبینه ځان وژنه کړې ده. د هغې د کورنۍ په وینا، محمد نعمان ورسره ژمنه کړې وه چې د امریکا په هارورډ پوهنتون کي به ورته داخله، سکالرشپ او ویزه برابره کړي.

 

کورنۍ وايي، د همدې ژمنې له مخې یې نعمان ته په لکونو روپۍ او د سرو زرو ګاڼې ورکړې وې، خو وروسته معلومه شوه چې د پوهنتون د داخلې او سکالرشپ اسناد جعلي وو.

 

د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې، اېف ای اې، د مقدمې له مخې، نعمان او یوې بلې تورنې فاطمې سرور د لایبې له کورنۍ څخه د ۹۳ لکو روپو د اخیستو په تور تر پلټنو لاندې وو.

 

د مقدمې له مخې، له دغو پیسو ۲۹ لکه روپۍ د لایبې د بانکي حساب له لارې لېږدول شوې وې او پاتې پیسې په نغدو ورکړل شوې وې. د لایبې کورنۍ ویلي، د هغې پلار د لور د زده کړو لپاره خپله ځمکه پلورلې وه او مور یې د سرو زرو ګاڼې ورکړې وې.

 

د لایبې له مړینې وروسته وزیراعظم شهباز شریف هم د پېښې د پلټنو امر کړی و. پولیسو نعمان د اسلام اباد له اېچ ۱۳ سیمې نیولی و او عدالت د نورو پلټنو لپاره د پولیسو په حواله کړی و.

 

د پلټنو پر مهال د نعمان په اړه د درغلۍ نورې مقدمې هم مخې ته راغلې وې. د بي بي سي اردو د اکتوبر د ۱۳مې د راپور له مخې، نعمان د خېبر پښتونخوا په مانسهره کي هم د ۸۵ لکو روپو د درغلۍ په یوه مقدمه کي مطلوب و.

 

د پولیسو په وینا، نعمان، د هغه ورور وقاص او دوه نور کسان تورن وو چې یوې کورنۍ ته یې په پوځ او استخباراتي اداره، ای اېس ای، کي د نوکریو ورکولو په نوم پیسې اخیستې وې. په دې مقدمه کي هم د نوکریو ورکړل شوي اسناد جعلي ختلي وو.

 

د مانسهرې پولیسو نعمان په دغه مقدمه کي اشتہاري ګرځولی و، خو ورور او نور تورن کسان یې نیول شوي وو. د ډان ورځپاڼې د اکتوبر د ۲۱مې د راپور له مخې، د اسلام اباد پولیسو تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې له نعمان څخه یې د لایبې د کورنۍ څومره پیسې یا نور سامان بېرته ترلاسه کړی دی.