اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان تحریک انصاف پرېکړه کړې چې د ګوند پر مشرانو د نیوکو له امله به خپلې سېنېټرې مشعال یوسفزۍ ته شوکاز نوټس ورکوي او ځواب به ترې غواړي.
د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۰مه، خبریالانو ته وویل چې فردوس شمیم نقوي ته یې د مشعال یوسفزۍ خلاف د کارروایۍ کولو هدایت کړی دی.
بېرسټر ګوهر وویل، مشعال یوسفزۍ ته مخکې هم خبرداری ورکړل شوی و، خو هغې د ګوند پر مشرانو خپلو نیوکو ته دوام ورکړی دی. بلخوا مشعال یوسفزۍ د بېرسټر ګوهر دا خبره رد کړې چې ګنې هغې ته مخکې خبرداری ورکړل شوی و.
هغې ویلي چې تر اوسه ورته نه کوم شوکاز نوټس رسېدلی او نه هم چا د هغې د څرګندونو په اړه ترې وضاحت غوښتی دی. مشعال یوسفزۍ ویلي چې تر دې وړاندې هم له تحریک انصاف څخه د هغې د ایستلو خبرې شوې وې، خو په دې اړه ورته د ګوند له خوا څه نه وو ویل شوي.
مشعال یوسفزۍ په وروستیو کي د تحریک انصاف د ځینو مشرانو پر پرېکړو نیوکې کړې دي، خو د ګوند مشرتابه د هغې څرګندونې د ګوندي اصولو خلاف بولي. که څه هم تحریک انصاف د مشعال یوسفزۍ خلاف د کارروایۍ اعلان کړی، خو تر اوسه یې له ګونده د هغې د ایستلو پرېکړه نه ده کړې.
د ګوند له خوا د شوکاز نوټس له ورکولو وروسته به مشعال یوسفزۍ ته د خپل دریځ د څرګندولو موقع ورکول کېږي. تر اوسه نه ده معلومه چې دغه نوټس به کله ورکړل شي او ګوند به د هغې د ځواب له ترلاسه کولو وروسته څه پرېکړه کوي.


شال نیوز