بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په وزیر سب ډویژن کې د ډرون په یوه برید کې پنځه وسله وال وژل شوي او اووه نور ژوبل دي، خو حکومتي چارواکو لا د مرګ ژوبلې شمېر نه دی تایید کړی.

 

د مقامي سرچینو په وینا، دا برید د سه شنبې په ورځ د وزیر سب ډویژن په زروام سیمه کې د وسله والو پر یوه مشکوک پټنځای شوی دی. سرچینې وايي، په نښه شوی ځای د مقامي طالبانو له هغې ډلې سره تړاو درلود چې د «ګیدړ ګروپ» په نوم پېژندل کېږي.

 

تر اوسه د وژل شویو او ژوبلو کسانو پېژندګلوي نه ده څرګنده شوې. دا هم نه ده معلومه چې برید چا کړی، ډرون د چا و او په کوم ډول وسلې پکی کارول شوې دي. د پاکستان پوځ او پولیسو لا د برید په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی.

 

دغه پېښه په داسې وخت کې شوې چې د بنو په وزیر سب ډویژن او شاوخوا سیمو کې پر پولیسو او امنیتي پوستو د وسله والو بریدونه روان دي. تېره پنجشنبه شپه وسله والو د ګمبټي پولیسو پر پوستې برید کړی و چې پکی پنځه پولیس ژوبل شوي وو.

 

که څه هم د ګمبټي له پېښې څو ورځې وروسته په زروام کې د ډرون برید شوی، خو تر اوسه داسې کوم کره معلومات نشته چې د دواړو پېښو ترمنځ تړاو ثابت کړي.

 

په بنو کې د ډرونونو کارول له دې وړاندې هم د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. د روان کال په سپتمبر کې د وزیر سب ډویژن په پینګ سیمه کې د ډرون په یوه برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه عام کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو. پولیسو هغه مهال ویلي وو چې برید وسله والو کړی و.

 

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې، پي آی سي اېس اېس د تازه شمېرو له مخې، د سپتمبر له ۲۱مې د اکتوبر تر ۲۰مې پورې په بنو کې د ناامنۍ ۱۴ پېښې ثبت شوې دي.

 

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې په بنو کې ۱۶ کسان وژل شوي چې اووه پکی عام خلک، درې امنیتي سرتېري او شپږ وسله وال وو. ادارې په همدې موده کې د ۱۶ کسانو د تښتول کېدو پېښې هم ثبت کړې دي.

 

د جنوبي اسیا د امنیتي حالاتو د څېړنې ادارې، ساوت اېشیا ټېررېزم پورټل، هم په خپلو څېړنو کې ویلي چې په بنو او د خېبر پښتونخوا په نورو جنوبي ضلعو کې د وسله والو له خوا د کوچنیو ډرونونو کارول زیات شوي دي.

 

د دغې ادارې د ۲۰۲۵ کال د جولای د راپور له مخې، وسله والو په بنو کې څو ځله د ډرونونو په وسیله د پولیسو پوستې په نښه کړې وې. په ځینو بریدونو کې پولیس او عام خلک هم ژوبل شوي وو.

 

خو د زروام د تازه برید په اړه لا دا نه ده څرګنده چې ډرون د کوم لوري له خوا کارول شوی دی. د وژل شویو کسانو د پېژندګلوۍ، د برید د دقیق ځای او د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه د حکومتي چارواکو رسمي معلومات لا نه دي خپاره شوي.