کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په ګوادر، کېچ، خضدار او واشک ضلعو کي د څو کسانو مړي موندل شوي دي. پولیس وايي، یو شمېر کسان په ډزو وژل شوي، خو د وژنو علتونه لا نه دي معلوم شوي.
د پولیسو له قوله د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د اکتوبر پر ۱۹مه د ګوادر ضلعې په پسني سیمه کي د څلورو کسانو مړي موندل شوي وو. دوه مړي د چکلي له سیمې او دوه نور د مکران ساحلي سړک ته څېرمه د کوکونټ فارم له خوا ترلاسه شوي دي.
د پسني د پولیسو یوه مشر حیات بلوچ ویلي چې څلور واړه کسان په ډزو وژل شوي وو. د نوموړي په وینا، د وژنو د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
د مقامي رسنیو د معلوماتو له مخې، په چکلي کي د موندل شوو دوو کسانو پېژندنه د حفیظ، د داد محمد زوی، او جاوېد، د مستري بوهیر زوی، په نومونو شوې ده. حفیظ د چکلي او جاوېد د ګانو کلانچ اوسېدونکی ښودل شوی دی.
د حفیظ ورور ویلي چې نوموړي په ګوادر کي زده کړې کولې او د تېر کال له اګست راهیسې یې له کورنۍ سره اړیکه پرې شوې وه. خو پولیسو تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې حفیظ په کومو حالاتو کي ورک شوی او چا وژلی دی.
د پسني د نورو دوو کسانو پېژندنه لا نه ده شوې. په کېچ ضلعه کي د بلېدې د سېلو ندي له سیمې هم د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. پولیسو دواړه مړي د پېژندنې او قانوني کارروایۍ لپاره روغتیايي مرکز ته وړي دي. د دغو کسانو نومونه او د مرګ علتونه لا نه دي څرګند شوي.
په خضدار ضلعه کي د کرخ د موله کراس له سیمې د یوه نامعلوم کس د مړي موندلو راپور ورکړل شوی دی. د هغه د پېژندنې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
بلخوا د واشک ضلعې د حرماګې په سیمه کي د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې وژل شوي کسان فهیم او مجید نومېدل او د سندهـ صوبې اوسېدونکي وو. د پولیسو په وینا، دواړه په ډزو وژل شوي وو.
د واشک د بسیمې په سیمه کي د محمد عامر، د مولوي الهي بخش زوی، د مړي موندلو راپور هم خپور شوی دی. د مقامي رسنیو په وینا، نوموړی په ډزو وژل شوی و.
د دغو پېښو په اړه د خپرو شوو راپورونو شمېرې یو شان نه دي او دا هم نه ده روښانه چې ټولې پېښې د مړو په لومړنۍ شمېره کي شاملې دي که نه. په بلوچستان کي د ورکو کسانو د کورنیو او د بشري حقونو د فعالانو له خوا له وړاندې د جبري ورکېدو او د مړو د موندل کېدو په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
خو د وروستیو پېښو په اړه تر اوسه یوازې د حفیظ کورنۍ ویلي چې نوموړی له څه مودې راهیسې ورک و. د نورو وژل شوو کسانو د ورکېدو، د وژنو د علتونو او د پېښو ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه د پولیسو کوم بشپړ رسمي راپور نه دی خپور شوی.
پولیسو تر اوسه د دغو وژنو په تړاو د چا د نیولو یا د کومې ډلې د ذمه وارۍ په اړه معلومات نه دي ورکړي.


نعيم اچکزئي