کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو وايي، د دغه صوبې حکومت په تېرو دوو کلونو کې د امن او امنیت د ښه کولو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ۴۰ اربه روپۍ لګولې دي او په صوبه کې د نهو نویو سیف سټي پروژو کار روان دی.

 

نوموړي د کوټې په ښار کې له ایډېشنل چیف سېکرټري کورنیو چارو حمزه شفقات او د بلوچستان د اعلا وزیر د اطلاعاتو له سلاکار شاهد رند سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې امنیتي ځواکونه د صوبایي حکومت بشپړ ملاتړ لري او د امنیت ټینګښت لپاره ټول شته وسایل کارول کېږي.

 

د ضیاالله لانګو په وینا، حکومت له پیله د امن او امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکړی او د کوټې او ګوادر لپاره د سیف سټي جلا پروژې هم تر کار لاندې دي. نوموړي زیاته کړه چې د کوټې سیف سټي پروژې دویم پړاو هم جوړېږي او په پنځو پرمختللو ښارونو کې به د امنیتي نظام چارې پولیسو ته وسپارل شي.

 

پر لویو لارو د امنیت ټینګښت

 

د بلوچستان ایډېشنل چیف سېکرټري کورنیو چارو حمزه شفقات وویل، د صوبې پر لویو لارو د امنیت د ټینګښت لپاره د فرنټیر کور (ایف سي) په مرسته یوه نوې ډویژن جوړېږي او د دې لپاره د مېجر جنرل ګومارنه هم شوې ده.

 

نوموړي وویل، د بلوچستان او وفاقي حکومتونو، صوبايي اسمبلۍ، د خزانې او کورنیو چارو ادارو ترمنځ د امنیتي چارو په اړه ګډ کار روان دی. د ده په وینا، په صوبه کې شاوخوا ۳۲ ګډې امنیتي پوستې او د ګډ غبرګون مرکزونه هم د امنیتي نظام د پیاوړتیا لپاره جوړ شوي دي.

 

حمزه شفقات وویل، د کوټې او لورالايي ترمنځ پر لویه لار به پخوا د نورو سیمو خلک له موټرو ښکته کړل کېدل او وژل کېدل، خو د ده په وینا، په تېرو دوو کلونو کې داسې پېښه نه ده شوې. هغه زیاته کړه چې د کوټې ـ کراچۍ او کوټې ـ تفتان پر لویو لارو به هم په راتلونکو درېیو تر څلورو میاشتو کې امنیت نور هم پیاوړی شي.

 

د ترهګرۍ ضد عملیات او د حکومت ادعاوې

 

چارواکو په خبري کنفرانس کې وویل، د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې په بلوچستان کې شاوخوا ۶۰ زره چاپې، استخباراتي عملیات، د سیمو د پاکولو عملیات او د امنیتي کنټرول لپاره نور اقدامات شوي دي. د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې تر زرو زیات وسله وال وژل شوي دي، خو د دې شمېرې په اړه یې په خبري کنفرانس کې خپلواک شواهد نه دي وړاندې کړي.

 

چارواکو دا هم وویل چې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان یې د امنیتي څار په ځانګړي لېسټ کې شامل کړي او د هغو شاوخوا درې زره کورنیو پېژندنه یې کړې چې د دوی په ادعا، له وسله والو سره د مرستې او د حکومت پر ضد فعالیتونو کې د لاس لرلو په اړه یې شواهد موندل شوي دي.

 

د دوی په وینا، د «انټي سبورژن سیل» له لارې د شاوخوا سلو ښوونکو او ډاکټرانو پر ضد هم اقدامات شوي دي. چارواکو زیاته کړه چې په ځینو تعلیمي ادارو کې یې د ملي سرود او ملي بیرغ په اړه د سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي او په بولان مېډیکل کالج او د بلوچستان پوهنتون په ګډون یې په بېلابېلو ادارو کې امنیتي او د تصفیې عملیات کړي دي.

 

د پولیسو او امنیتي ځواکونو مرګ‌ژوبله

 

د بلوچستان چارواکو د روان کال د امنیتي پېښو په اړه وویل چې د صوبې د پولیسو ۱۰۱ سرتېري وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د نورو امنیتي ادارو د وژل شویو سرتېرو شمېر یې شاوخوا ۲۲۵ ښودلی دی. د چارواکو په وینا، په روان کال کې په وسله والو پېښو کې ټولټال ۵۵۱ کسان وژل شوي چې عام وګړي هم پکې شامل دي.

 

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو وویل، ترهګري یوه ملي ستونزه ده او د دې پر ضد د اغېزمنو عملیاتو لپاره امنیتي ځواکونو ته قانوني واکونه، مالي سرچینې او د حکومت ملاتړ اړین دي. نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه د سیاسي څرګندونو په غبرګون کې وویل، په بلوچستان کې د ترهګرۍ له شتون څخه انکار نه شي کېدای، خو د ترهګرۍ پر ضد د حکومت اقدامات باید د حقایقو په رڼا کې وارزول شي.

 

هغه د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پر څرګندونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې په اوسنیو حالاتو کې باید د دولتي ادارو، امنیتي ځواکونو او شهیدانو په اړه له داسې خبرو ډډه وشي چې د خلکو ترمنځ ګډوډي رامنځته کړي.

 

د دولتي ادارو ډیجیټلي کول

 

حمزه شفقات وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د کورنیو چارو، پولیسو او اړوندو دولتي ادارو شاوخوا ۱۹ پورټلونه ډیجیټلي نظام ته لېږدول شوي دي. د ده په وینا، د وفاقي حکومت او نادرا په مرسته په بلوچستان کې د ډومیسایل د جوړولو نظام هم ډیجیټلي کېږي او خلک به وکولای شي د «پاک ای ډي» اپلېکېشن له لارې د ډومیسایل لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

 

هغه وویل، د وسلو د لایسنسونو، د وسلو د پلورونکو جوازونو او د مهماتو اړوند ریکارډونه هم ډیجیټلي شوي دي. چارواکو دا هم وویل چې د چمن په سیمه کې د روان کال د جولای پر ۲۴مه امنیتي ادارو لس زره ډیټونېټرونه نیولي وو. د دوی په وینا، د دغو موادو له عدلي معاینې او د سرچینو له پلټنې وروسته د یوریا او نورو سرې د احتمالي ناسم استعمال د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګول شوي دي.

 

چارواکي ادعا کوي چې له دغو اقداماتو وروسته د چاودېدونکو موادو د جوړولو او اړوندو فعالیتونو کچه راټیټه شوې ده. د خبري کنفرانس په پای کې حمزه شفقات وویل، د امن او امنیت اړوند یو شمېر قوانین د صوبايي کابینې او اسمبلۍ له لارې منظور شوي دي. د ده په وینا، د اعلا وزیر په لارښوونه د قانون جوړونې مسودې به اړوندو کمېټو ته لېږل کېږي او د اپوزېسیون وړاندیزونه به هم پکې شاملېږي.

 

چارواکو وویل چې د بلوچستان حکومت به د ترهګرۍ د مخنیوي، د لویو لارو د خوندي کولو او د امنیتي نظام د عصري کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.