حب (شال نیوز) : د بلوچستان د حب ضلعې په تاریخي هنګلاج ماتا مندر کي د هندوانو د درګا اشټمي مذهبي مراسم ترسره شوي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو ورته ګڼ شمېر هندوان ورغلي وو.
دغه مراسم د اکتوبر پر ۱۹مه د نوراتري د مذهبي جشن په لړ کي ترسره شوي دي. ګډونوالو په مندر کي عبادتونه کړي او د خپلو مذهبي دودونو له مخې یې ځانګړي مراسم ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، ځینې زیارت کوونکي له لرې پرتو سیمو په پښو هنګلاج ماتا ته ورغلي وو. د هندوانو په مذهبي دودونو کي دغه سفر ځانګړی اهمیت لري او ګڼ شمېر زیارت کوونکي یې د خپلې عقیدې له مخې په پښو ترسره کوي.
د بلوچستان حکومت د مراسمو لپاره امنیتي انتظامات کړي وو او زیارت کوونکو ته یې د تګ راتګ او نورو ضروري اسانتیاوو برابرولو هڅه کړې وه.
سږ کال د بلوچستان لومړۍ هندوه ښځینه اسسټنټ کمشنره کشش چوهدري د دغو مراسمو لپاره د ضلعي انتظامیې او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د رابطې مسئولیت ته ټاکل شوې وه.
کشش چوهدري د بلوچستان د هندوانو له ټولنې سره تعلق لري او په صوبه کي د یوې هندوه ښځې په توګه پر انتظامي څوکۍ د هغې ټاکنې پام ځان ته اړولی دی.
سناتور دنېش کمار د مراسمو لپاره د صوبايي حکومت د انتظاماتو ستاینه کړې او د زیارت کوونکو لپاره یې د اسانتیاوو برابرول مهم بللي دي. ګډونوالو هم د ضلعي انتظامیې او اړوندو ادارو د همکارۍ هرکلی کړی دی.
هنګلاج ماتا ولې د هندوانو لپاره اهمیت لري؟
هنګلاج ماتا مندر د بلوچستان د هنګول نیشنل پارک په غرنۍ سیمه کي پروت دی. دغه مذهبي ځای د کراچۍ لوېدیځ لوري ته د مکران ساحلي لویې لارې ته نږدې دی او د پاکستان د هندوانو له مهمو زیارتونو څخه ګڼل کېږي.
مندر په یوه طبیعي غار کي جوړ شوی او د هندوانو د مذهبي عقیدې له مخې، د دیوي ستي له مقدسو ځایونو سره تړاو لري. د هندوانو په مذهبي روایتونو کي هنګلاج ماتا د شکتي له مهمو زیارتونو څخه ګڼل کېږي. ځینې هندوان ورته د هنګلاج دیوي او هنګولا ماتا نومونه هم کاروي.
دغه ځای یوازې د بلوچستان د هندوانو لپاره نه، بلکې د سند، پنجاب او د پاکستان د نورو سیمو د هندوانو لپاره هم مذهبي اهمیت لري. هر کال د هنګلاج ماتا د کلني زیارت پر مهال ګڼ شمېر هندوان دغه ځای ته ورځي. د نوراتري په ورځو کي هم هلته مذهبي مراسم ترسره کېږي.
نوراتري د هندوانو نهه ورځنی مذهبي جشن دی، چې د دیوي درګا د عبادت لپاره ځانګړی شوی دی. درګا اشټمي د همدې جشن اتمې ورځې ته ویل کېږي.
هنګلاج ماتا د بلوچستان د مذهبي او کلتوري تاریخ یوه مهمه برخه ده. د دغه مندر مذهبي مراسم په پاکستان کي د هندوانو د ټولنې د دودونو او مذهبي ژوند د دوام څرګندونه کوي.


نعيم اچکزئي