کابل — د افغانستان د سرپرست حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه کې دعوه کړې چې د فبرورۍ له وروستيو راهیسې د پاکستان سره په نښتو او د دغه هېواد په هوايي بریدونو کې له ۷۵۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي دي۔
د فطرت په وینا د فرورۍ له ۲۲مې د اپریل تر ۴مې نیټې پورې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ نور ژوبل شوي دي۔ هغه دا دعوه هم وکړه چې په دې موده کې د سرحدي ولایتونو او پلازمینې کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو باندې نږدې ۱۵ زره میزایلونه او د توپخانې ګولۍ ویشتل شوي چې له امله یې له ۱۱ سوو ډېر کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۲۷ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي۔
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت خپل يو بيان کې دغه دعوې رد کړي ده او وئيلي دي پاکستان په افغانستان کې یوازې د ترهګرو بنسټونه په دقیق ډول په نښه کړي دي۔ تر دې وړاندې پاکستان ویلي وو چې د دوی هوايي بریدونو په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي چې په کې له ۶۴۰ ډېر وسله وال وژل شوي او له ۸۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي۔
د یادونې وړ ده چې د روان کال د مارچ په ۱۶مه کابل پر پاکستان تور پورې کړی و چې په کابل کې یې د روږدو کسانو د درملنې پر یو مرکز برید کړی چې پکې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي که څه هم اسلام اباد دا تور رد کړی و خو نیویارک ټایمز د ملګرو ملتونو د یو چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي وو۔
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د معلوماتو له مخې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۶مې پورې په نښتو کې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ژوبل شوي دي چې پکې د روږدو د مرکز ارقام نه دي شامل د دواړو خواوو لخوا د مرګ ژوبلې ورکړل شوې شمیرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې۔
د مارچ په میاشت کې کابل او اسلام اباد د اختر په مناسبت پر یوې اوونۍ اوربند هوکړه کړې وه او تېره اوونۍ د چین په منځګړیتوب د شینجیانګ په پلازمېنه اورومچي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې هم شوې دي۔

شال نیوز