اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر، اسحاق ډار ویلي، په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د سولې او امنیت د ساتلو لپاره اړین دی او پاکستان لا هم د یوه سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی.
ډار ټینګار کړی چې پاکستان غواړي افغانستان له سیمهییزو هېوادونو سره پیاوړې اړیکې ولري او له خپل ځان او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله او همکارۍ کې ژوند وکړي. نوموړي ادعا کړې چې پاکستان د افغانستان د پرمختګ او د افغانانو د هوساینې لپاره هڅې کړې دي.
د هغه په وینا، د پاکستان تمه دا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت هم د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې همکاري وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسلاماباد له افغان حکومت څخه یوازې دا غوښتنه لري چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان یا د نړۍ د کوم بل هېواد پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
هغه د پاکستان امنیتي اندېښنو ته په اشارې ویلي، د افغانستان د خاورې د نه کارول کېدو موضوع د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د سیمې د امنیت لپاره مهمه ده. اسلاماباد له دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ خو د دغو ادعاوو په اړه د افغان حکومت دریځ باید هم په پام کې ونیول شي.
اسحاق ډار دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د حکومتونو د مشرانو شورا په غونډه کې کړې دي. د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشران په خپلو غونډو کې د سیمهییز امنیت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کوي.
افغانستان هم د سیمې د جغرافیایي موقعیت له امله د سیمهییز اتصال او اقتصادي همکاریو په بحثونو کې مهم ځای لري. د اسحاق ډار د څرګندونو له مخې، پاکستان غواړي له افغانستان سره د سولې او ثبات پر بنسټ اړیکې ولري او د سیمې د امنیت لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې شي.
په داسې حال کې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د امنیتي مسایلو په اړه اختلافات لا هم د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز لري، د دغو ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او متقابلې همکارۍ اړتیا مطرح کېږي.


شال نیوز