پاړاچنار : د ایریا ډویلپمنټ سېکرټرېټ صلاحکار محمود جان بابر ویلي، چې د کرم په ګډون د لرې پرتو سیمو د پريس کلبونو او خبریالانو ستونزې به په لومړیتوب کې حل کېږي او په دې اړه د ستونزو تفصیلات راټولېږي.
محمود جان بابر د کرم پریس کلب پاړاچنار له مشر او د ټرایبل جرنلسټ کونسل له مشر مرستیال علي افضل افضال سره د خبرو پر مهال وویل، چې خبریالان د ټولنې په اصلاح او د ولس د ستونزو په ډاګه کولو کې مهم رول لري.
نوموړي وویل، چې د خبریال په توګه د خبریالانو له ستونزو او مشکلاتو ښه خبر دی او هڅه کېږي چې د پريس کلبونو او خبریالانو د ستونزو تفصیلات راټول شي، څو د هغوی د روا غوښتنو د پوره کولو لپاره په لومړیتوب کې عملي ګامونه پورته شي.
په دې موقعه، خبریال علي افضل افضال محمود جان بابر ته د کرم پریس کلب او د لرې پرتو سیمو د نورو پريس کلبونو او خبریالانو له ستونزو خبر ورکړ. علي افضل افضال هیله څرګنده کړه، چې د اطلاعاتو سلاکار به د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره اغېزمن رول ولوبوي۔


شال نیوز