پېښور (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د واڼې پرېس کلب نائب صدر ظفر خان وزیر د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ډایرکټر جنرل انصارالله خلجي سره په پېښور کي ملاقات کړی دی.
په دې ملاقات کي د جنوبي وزیرستان د خبریالانو پر ستونزو، د خبریالۍ پر چارو او د واڼه پرېس کلب پر انتظامي مسئلو خبرې شوې دي.
ظفر خان وزیر ویلي چې د سویلي وزیرستان خبریالان له یو شمېر مسلکي ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو د هواري لپاره د اطلاعاتو د محکمې همکاري ضروري ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د اطلاعاتو محکمه به د خبریالانو د ستونزو په هواري او د واڼه پرېس کلب د چارو په ښه کولو کي مرسته وکړي.
په ملاقات کي د خبریالانو لپاره د ښه کاري ماحول پر برابرولو او د اطلاعاتو د محکمې او مقامي خبریالانو ترمنځ د اړیکو پر زیاتولو هم خبرې شوې دي. دا لا نه ده څرګنده چې د اطلاعاتو ډایرکټر جنرل د دغو غوښتنو په اړه څه ځواب ورکړی دی.


شال نیوز