بر سویلي وزیرستان (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام مشر او سېنېټر مولانا محمد صالح شاه قریشي د خېبر پښتونخوا د اې آر ډي مشاورتي کونسل له غړیتوبه د استعفا ورکولو اعلان کړی دی.

 

نوموړي په یوه بیان کي ویلي چې دا پرېکړه یې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د لارښوونې او د ګوند د فیصلې له مخې کړې ده.

 

هغه ویلي:

 

«زه د خپل مشر مولانا فضل الرحمان له دریځ او د ګوند له فیصلې سره ولاړ یم. د ګوند د وروستۍ پرېکړې له مخې د اې آر ډي مشاورتي کونسل له غړیتوبه استعفا ورکوم.»

 

مولانا صالح شاه قریشي زیاته کړې چې د دوی مقصد د حکومتي څوکیو ترلاسه کول نه، بلکې د دین، ګوند او ولس خدمت دی. هغه ویلي چې پخوا یې هم د خلکو خدمت کړی او په راتلونکي کي به هم دې کار ته دوام ورکړي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې وفاداري یې له کومې حکومتي څوکۍ سره نه، بلکې له خپل مشر، ګوند او نظریې سره ده. د خېبر پښتونخوا په ځانګړو ضلعو کي د اې آر ډي کونسل له جوړېدو وروسته د دې کونسل د غړیتوب په اړه د بېلابېلو سیاسي ګوندونو له خوا مخالفتونه او د غړیتوب نه منلو اعلانونه شوي دي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د مولانا صالح شاه قریشي استعفا اړوندو حکومتي چارواکو ته په رسمي توګه سپارل شوې ده او که نه.