تمپ: د بلوچستان اسمبلۍ غړې او د لوبو او ځوانانو چارو سلاکارې مینا مجید ورور اورنګزېب مجید د کیچ ولسوالۍ د مند سیمې څخه د ناڅرګنده وسله‌والو له خوا تښتول شوی دی.

 

د پولیسو او سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه د مند په بلوچ آباد سیمه کې رامنځته شوې، چېرته چې پر دوو موټرسایکلونو سپاره څلورو وسله‌والو کسانو اورنګزېب مجید د وسلې په زور له ځان سره بیولی دی.

 

بل لور ته، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو په یوه خبري کنفرانس کې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د لوبو او ځوانانو چارو د سلاکارې مینا مجید ورور اورنګزېب مجید تښتول شوی دی.

 

د تښتول شوي کس د موندلو او د پېښې د نورو جزئیاتو په اړه نور معلومات لا نه دي خپاره شوي