تهران (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د سه شنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو له یوه پلاوي سره د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی.
د ایران نیمه سرکاري خبري ادارې مهر د نوموړي د رسېدو خبر ورکړی دی. ټاکل شوې چې عاصم منیر د خپل سفر په ترڅ کي له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، مقامي او سیمه ییزو حالاتو او د همکارۍ پر پراخولو خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د دې سفر اصلي موخه د تهران او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د همکارۍ زیاتول دي.
هغه ویلي چې په خبرو کي به د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو اړوند موضوعات هم شامل وي، خو زیاتره بحثونه به د پاکستان او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو وي. دا سفر په داسې وخت کي کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره سفارتي هڅې له ستونزو سره مخ دي.
پاکستان په تېرو میاشتو کي د واشنګټن او تهران ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې کړې دي. د عاصم منیر او ایراني مشرانو په پخوانیو خبرو کي د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو موضوعات هم شامل وو.
تر اوسه د عاصم منیر د نننیو ملاقاتونو د ترسره کېدو او د هغو د نتیجو په اړه کره رسمي تفصیل نه دی خپور شوی.


شال نیوز