قاهره (شال نیوز) : مصر د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د جګړې د پراخېدو په صورت کي د سعودي عربستان د پوځي ملاتړ پر امکان غور کوي.
رویټرز د اکتوبر پر ۱۹مه راپور ورکړی چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له پارلمان څخه غوښتي چې د اړتیا په صورت کي د ځواکونو د لېږلو اجازه ورکړي.
د راپور له مخې، د مصر احتمالي مرسته ښايي د هوايي دفاع او سمندري امنیت په برخه کي وي، خو د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو پرېکړه نه ده شوې.
د مصر لپاره د سره سمندرګي امنیت ځانګړی اهمیت لري، ځکه د سویز کانال له لارې تجارت د دغه هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه ده. تر اوسه مصر سعودي عربستان ته د ځواکونو د لېږلو اعلان نه دی کړی.


شال نیوز