واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون، ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې څېړنې راپور د نومبر د درېیمې نېټې تر منځمهالو ټاکنو مخکې خپور کړي.

 

واشنګټن پوسټ د څو باخبره سرچینو له قوله ویلي چې د راپور د خپرولو لپاره تیاری روان دی، خو تر اوسه یې وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې. ځینو سرچینو د راپور د خپرېدو وخت له سیاسي ګټو سره تړلی بللی، خو نورو ویلي چې د څېړنې د بشپړېدو او خپرېدو په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

 

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دفاع وزیر پیټ هېګسېت په لارښوونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي څېړنه پیل کړې ده.

 

په دې څېړنه کي د هغه وخت د امریکايي حکومت او پوځي مشرانو پرېکړې، د کابل د هوايي ډګر امنیتي انتظامات او له افغانستانه د امریکايي اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو چارې ارزول کېږي.

 

د راپور له مخې، د پنټاګون څېړونکو له یو شمېر پخوانیو لوړپوړو امریکايي چارواکو سره هم خبرې کړې دي، څو معلومه کړي چې د وتلو پر مهال څه ډول پرېکړې شوې وې او د ګډوډۍ مخه ولې ونه نیول شوه.

 

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کي له افغانستانه ووتل. د همدې میاشتې پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیو او د پخواني جمهوري حکومت له ړنګېدو وروسته زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر ته ورغلل، څو له هېواده ووځي.

 

د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ په سیمه کي د داعش خراسان څانګې په ځانمرګي برید کي ۱۳ امریکايي پوځیان او ګڼ افغانان ووژل شول. د دغه برید د افغان قربانیانو د شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې شوې دي، خو دا د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

 

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د روان کال په اګست کي ویلي وو چې د افغانستان د وتلو په اړه به د پنټاګون بشپړه څېړنه د ۲۰۲۶ کال تر پایه چمتو شي.

 

د پنټاګون ویاند شان پارنېل هم ویلي چې د څېړنې مقصد د ۲۰۲۱ کال د اګست د پېښو په اړه د حقایقو معلومول او د هغو پرېکړو ارزول دي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر یې اغېز کړی و.

 

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په سیاست کي لا هم یوه جنجالي موضوع ده. جمهوري غوښتونکو د پخواني ولسمشر جو بایډن اداره د وتلو پر مهال د ګډوډۍ مسؤوله بللې، خو د بایډن ادارې ویلي وو چې د وتلو تړون د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال له طالبانو سره شوی و.

 

د پنټاګون د نوې څېړنې راپور ښايي د دواړو ادارو د پرېکړو او د پوځي مشرانو د مسؤلیتونو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپورته کړي.

 

تر اوسه پنټاګون په رسمي توګه نه دي ویلي چې راپور به د نومبر د درېیمې نېټې تر ټاکنو مخکې خپور کړي او که نه. دا هم څرګنده نه ده چې د راپور بشپړ متن به عامو خلکو ته وړاندې شي او که یوازې به یې ځینې برخې خپرې شي.