مومباسا (شال نیوز) : د کینیا یوه عدالت مذهبي مشر پاول مکېنزي او د هغه ۲۸ ملګري د ۱۹۰ ماشومانو او یوه لوی کس په وژنه مجرم بللي دي. دغو کسانو ته به د نومبر پر شپږمه سزا واورول شي.
د دوشنبې په ورځ د مومباسا هایکورټ په پرېکړه کي ویل شوي چې مکېنزي او ملګرو یې د مذهبي عقیدې په نوم خلک له خوراکه منع کول او هغوی ته یې ویل چې که له لوږې مړه شي، جنت ته به ورسېږي.
د عدالت ججې ډیانا کاوېډزا موچاچې له اتو ساعتونو زیات وخت د مقدمې پرېکړه واوروله. هغې وویل چې د څارنوالانو له خوا وړاندې شوو شواهدو ثابته کړې چې تورنو کسانو په ګډه داسې انتظام جوړ کړی و چې له مخې یې خلک په زور له خوراکه منع کېدل.
مکېنزي د وژنو تورونه رد کړي وو او ویلي یې وو چې هغه هېڅوک په زور له خوراکه نه دي منع کړي. خو عدالت د هغه دفاع رد کړه.
ماشومان تر ټولو لومړی له خوراکه منع شوي وو
د عدالت د معلوماتو له مخې، د مکېنزي د ډلې له خوا په لومړي سر کي ماشومان له خوراکه منع کېدل او وروسته ښځې، ځوانان او نور نارینه د همدې عمل هدف ګرځول کېدل. څارنوالانو ویلي چې د ډلې ساتونکو به خلک څارل او هغو کسانو ته به یې د وتلو اجازه نه ورکوله چې غوښتل یې له ځنګله ووځي.
د ژوندي پاتې شوو کسانو د څرګندونو له مخې، ځینې ماشومان وهل شوي وو او له خوراک او طبي مرستو بې برخې ساتل شوي وو. عدالت ویلي چې دغه لړۍ د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کي پیل شوې وه او تر دوو کلونو زیاته موده یې دوام کړی و.
د رویټرز د معلوماتو له مخې، مکېنزي خپلو پیروانو ته د ماشومانو د سکولونو او روغتونونو ته د تګ اجازه هم نه ورکوله. هغه به تعلیم او طبي درملنه د مذهبي عقیدې خلاف بلل.
له ځنګله تر ۴۰۰ زیات مړي را ایستل شوي
دا پېښه د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کي هغه وخت مخې ته راغله چې پولیسو د کینیا د ساحلي کلیفي سیمې په شاکاهولا ځنګل کي د ورکو شوو کسانو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې. پولیسو په ځنګل کي د خلکو ډلهییز قبرونه وموندل او وروسته یې تر ۴۰۰ زیات مړي راایستل.
د عدلي طب د معایناتو له مخې، ډېری کسان د لوږې له امله مړه شوي وو، خو د ځینو پر جسدونو د ساه بندېدو، مرۍ خپه کولو او ټپونو نښې هم موندل شوې وې.
د ګڼو مړو د خراب حالت له امله د هغوی پېژندنه ستونزمنه شوې وه. د رویټرز د راپور له مخې، یوازې د ۲۶ مړو پېژندنه شوې وه. د اکتوبر د ۱۹مې عدالتي پرېکړه یوازې د ۱۹۱ کسانو د وژنې په اړه ده. د نورو مړو په تړاو پلټنې او مقدمې لا روانې دي.
پاول مکېنزي څوک دی؟
پاول مکېنزي پخوا د ټکسي چلوونکی و او وروسته یې د «ګوډ نیوز انټرنشنل چرچ» په نوم مذهبي ډله جوړه کړه. هغه په ۲۰۰۳ کال کي د کینیا په مالینډي ښار کي مذهبي فعالیتونه پیل کړي وو. د راپورونو له مخې، مکېنزي به خپلو پیروانو ته ویل چې د نړۍ پای رانژدې شوی او هغوی باید د جنت ته د رسېدو لپاره خوراک پرېږدي.
پولیسو له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هغه د فعالیتونو په اړه معلومات لرل او په ۲۰۱۹ کال کي یې د هغه د مذهبي مرکز فعالیتونه بند کړي وو. خو مکېنزي وروسته له خپلو سلګونو پیروانو سره د شاکاهولا ځنګل ته ولاړ او هلته یې په یوه لرې پرته سیمه کي استوګنه پیل کړه.
دغو خلکو په ځنګل کي له خټو، واښو او پلاستیکي شیټونو کورونه جوړ کړي وو. د هغوی د استوګنې ځینو برخو ته د بیت المقدس او ناصرت په څېر مذهبي نومونه ورکړل شوي وو.
د ژوندي پاتې شوو کسانو او د قربانیانو د خپلوانو په وینا، مکېنزي پر خپلو پیروانو سخت کنټرول ساته او له بهرنۍ نړۍ سره یې د هغوی اړیکې محدودې کړې وې.
د قربانیانو کورنۍ د عدالت پرېکړې ته خوشحاله دي
د هغو کسانو خپلوان چې په شاکاهولا ځنګل کي یې د کورنیو غړي له لاسه ورکړي، د عدالت د پرېکړې هرکلی کړی دی. ۶۲ کلن فرانسس وانجې، چې د خپلې کورنۍ اته غړي یې له لاسه ورکړي، رویټرز ته ویلي چې دې پرېکړې پر عدالتي نظام د هغه باور زیات کړی دی.
د قربانیانو یوه بل خپلوان ویلیم پونډا نګالا، چې مور، مشر ورور او دوه ورېرونه یې مړه شوي، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې کورنۍ یې له اوږدې مودې وروسته د ارام ساه اخیستې ده. د دغو کورنیو لپاره د عدالت پرېکړه د هغې پېښې له درېیو کلونو زیات وخت وروسته راغلې چې د کینیا په ټولنه کي یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
حکومت ولې د دغو وژنو مخه ونه نیوله؟
د شاکاهولا پېښې په کینیا کي د مذهبي ډلو د فعالیتونو او پر هغوی د حکومتي څارنې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. د کینیا ولسمشر ویلیم روټو په ۲۰۲۳ کال کي منلې وه چې حکومتي ادارو باید د دغو کسانو د مړینې مخه نیولې وای.
هغه ویلي وو چې د ولسمشر په توګه د دې ناکامۍ ذمه واري مني. د دغې پېښې له څرګندېدو وروسته په کینیا کي د مذهبي ادارو د فعالیتونو د څارنې لپاره د سختو قوانینو غوښتنې هم زیاتې شوې دي.
خو د دې ترڅنګ دا پوښتنه هم راپورته شوې چې حکومت څنګه کولای شي د مذهبي ازادۍ له ساتلو سره د هغو ډلو مخه ونیسي چې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
اوس به څه کېږي؟
د مومباسا عدالت د اکتوبر پر ۳۰مه د سزا تر اعلان وړاندې د دواړو خواوو د څرګندونو اورېدو لپاره بله غونډه ټاکلې ده. ټاکل شوې چې د نومبر پر شپږمه مکېنزي او ۲۸ نورو مجرمو کسانو ته سزا واورول شي.
د اسوشیټېډ پرېس په وینا، هغوی له اوږدې مودې بند سره مخامخ کېدای شي. په کینیا کي د مرګ سزا هم په قانون کي شته، خو له ۱۹۸۷ کال راهیسې په دغه هېواد کي پر چا نه ده عملي شوې. د مکېنزي وکیل لارنس اوبونیو ویلي چې د عدالت د پرېکړې خلاف به د اپیلونو عدالت ته درخواست کوي.
مکېنزي د شاکاهولا له پېښې سره تړلو نورو تورونو سره هم مخامخ دی چې پکی د ترهګرۍ اړوند تورونه او د ماشومانو له تعلیم څخه د محرومولو مقدمې شاملې دي. هغه دغه تورونه هم رد کړي دي.
څارنوالانو پر مکېنزي دا تور هم لګولی چې په بند کي د پاتې کېدو پر مهال یې د شاکاهولا له ځنګله شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې په کوا بینزارو کلي کي د ۵۲ نورو کسانو د وژنې لارښوونه کړې وه. مکېنزي په دې جلا مقدمه کي هم ځان بېګناه بللی دی.


شال نیوز