بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کي د قامي اسمبلۍ د غړي مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو خلاف د المرکز الاسلامي دیني مدرسې استادانو او طالبعلمانو احتجاجي غونډه کړې او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، مولانا سید نسیم علي شاه د دوشنبې په ورځ د المرکز الاسلامي مدرسې څخه هغه وخت ونیول شو چې د خپل ګوند له مشرانو سره په یوه غونډه کي ناست و.

 

د مدرسې استادانو او دیني عالمانو د هغه پر نیولو سخت احتجاج کړی او ویلي یې دي چې له دیني مدرسې څخه د قامي اسمبلۍ د یوه منتخب غړي نیول د مدرسې د احترام خلاف کار دی. بلخوا په بنو کي د پاکستان تحریک انصاف ضلعي مشرانو هم د مولانا سید نسیم علي شاه نیول غندلي دي.

 

د تحریک انصاف مقامي مشرانو د سه‌شنبې په ورځ ماسپښین درې بجې غونډه رابللې چې پکښې به د دې نیونې خلاف د احتجاج او راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه کېږي. تر اوسه پولیسو او ضلعي انتظامیې د مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو د علت او پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

 

دا هم نه ده څرګنده چې نوموړی چېرته ساتل شوی او عدالت ته به کله وړاندې کېږي.