اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۰مه، سهشنبه، د ایران پلازمېنې تهران ته سفر وکړي.
رویټرز د یوه پاکستاني چارواکي او ایراني رسنیو له قوله ویلي چې دا سفر د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کي پلان شوی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس هم د عاصم منیر د سفر خبر ورکړی، خو د پاکستان پوځ لا د سفر د ملاقاتونو بشپړ پروګرام نه دی اعلان کړی.
پاکستان په وروستیو میاشتو کي د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو هڅې کړې دي. اسلاماباد غواړي چې دواړه هېوادونه خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي او په سیمه کي د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.
عاصم منیر تر دې وړاندې هم له ایراني چارواکو سره د سیمې پر امنیت، د هرمز تنګي پر وضعیت او د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ پر کمولو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې اسلاماباد د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي. دغه وزارت دا خبره هم رد کړې وه چې عاصم منیر د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي په توګه ایران ته تللی و.
د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو له مهمو موضوعګانو څخه د ایران اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونه او د هرمز تنګي امنیت دی.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره ده. په دې سیمه کي کړکېچ د پاکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو پر تجارت او اقتصاد اغېز کولی شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې عاصم منیر به په تهران کي له کومو ایراني مشرانو سره ګوري او د خبرو پر مېز به کوم مشخص وړاندیزونه ږدي.


شال نیوز