پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف د نن، سه شنبې ورځې، پېښور ته ټاکل شوی سفر ځنډول شوی دی. په پېښور کي د ګورنر هاوس یوې باخبره سرچینې شال نیوز ته د نوم نه ښودلو په شرط تایید کړې چې د وزیراعظم سفر ځنډول شوی، خو د دې پرېکړې لامل او د سفر نوې نېټه یې نه ده څرګنده کړې.
ټاکل شوې وه چې شهباز شریف په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي او ګورنر راج له لګېدو وروسته د لومړي ځل لپاره صوبې ته سفر وکړي او د وفاقي حکومت له خوا د جوړې شوې مشورتي کونسل له غړو سره وګوري. د سفر د پلان له مخې، وزیراعظم به په ګورنر هاوس کي د صوبې د امنیتي وضعیت، انتظامي چارو او پرمختیايي منصوبو په اړه په یوه غونډه کي ګډون کاوه.
ټاکل شوې وه چې نوموړی د ایریا رېپرېزنټېټېو اېنډ ډوېلپمنټ کونسل له غړو او قبایلي مشرانو سره هم ملاقات وکړي. دغه کونسل په هغو ۱۲ ضلعو کي د پرمختیايي او انتظامي چارو لپاره جوړه شوې چې د وفاقي حکومت د ځانګړو انتظامي اقداماتو تر اغېز لاندې راغلې دي.
د وزیراعظم د سفر په پلان کي د نوښار د بای پاس سړک پرانیسته هم شامله وه، خو د سفر له ځنډېدو وروسته د دې پروژې د پرانیستې نوې نېټه هم نه ده څرګنده شوې. د وزیراعظم د سفر ځنډېدل په داسې وخت کي مخې ته راغلي چې په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او ایمرجنسي له لګېدو وروسته د صوبې سیاسي او انتظامي وضعیت د بحث موضوع ګرځېدلی دی.
د اکتوبر پر ۱۱مه ولسمشر اصف علي زرداري د وزیراعظم په مشوره په صوبه کي د ایمرجنسي او ګورنر راج منظوري ورکړې وه. وفاقي حکومت د دې پرېکړې لامل د امنیتي وضعیت خرابېدل بللي، خو تحریک انصاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو د دې اقدام مخالفت کړی دی.
د نوي انتظامي جوړښت له مخې، ګورنر فیصل کریم کنډي د ۱۱ کسیزې مشورتي کونسل په مرسته د صوبې چارې پر مخ وړي. وفاقي حکومت د ۱۲ ضلعو لپاره هم ځانګړی انتظامي جوړښت جوړ کړی دی. د وزیراعظم په ټاکل شوې غونډه کي د امنیت تر څنګ د وفاقي او صوبايي ادارو ترمنځ د همغږۍ، روانو پرمختیايي کارونو او د اغېزمنو ضلعو د ستونزو د حل په اړه خبرې کېدونکې وې.
د وزیراعظم د سفر له ځنډېدو سره دا هم نه ده څرګنده چې له مشورتي کونسل او قبایلي مشرانو سره ټاکل شوي ملاقاتونه به کله ترسره کېږي. د ګورنر هاوس سرچینې شال نیوز ته د سفر ځنډېدل تایید کړي، خو تر اوسه یې د نوي پروګرام په اړه معلومات نه دي ورکړي.


خالده نیاز