بوګوټا (شال نیوز) : د کولمبیا په جنوب لوېدیځ نارینیو ولایت کي د سرو زرو د یوه غیرقانوني کان د نړېدو له امله ۱۴ کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. رویټرز د مقامي چارواکو له قوله ویلي چې دا پېښه د سانتا باربرا دې ایسکواندې ښاروالۍ په چمبېرو سیمه کي شوې ده.
د نارینیو والي لوئیس الفونسو ایسکوبار ویلي چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او د پېښې له ځایه د وژل شوو کسانو مړي راایستل شوي دي. والي له مرکزي حکومت او د کانونو له اړوندو ادارو غوښتي چې د وړو کانونو د قانوني ثبت او د کان کیندونکو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.
د روان کال په اګست کي هم د نارینیو ولایت په پولیکارپا سیمه کي د یوه کان د نړېدو له امله ۱۳ کسان وژل شوي وو. په کولمبیا کي د سرو زرو په غیرقانوني کانونو کي د کارکوونکو خوندیتوب یوه جدي ستونزه ده. په دغو کانونو کي د حفاظتي انتظاماتو د نشتوالي له امله وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي.
چارواکو تر اوسه د دې تازه پېښې د علت په اړه تفصیلات نه دي ورکړي.


شال نیوز