وېلېنګټن (شال نیوز) : د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د ازاد تجارت تړون د اکتوبر پر ۲۰مه عملي شوی چې له مخې یې هند ته د نیوزیلېنډ پر څه باندې نیمایي صادراتو ګمرکي محصول ختم شوی دی.
د نیوزیلېنډ د تجارت وزیر ټاډ مککلې ویلي چې د تړون له مخې به په لومړي پړاو کي د دغه هېواد ۵۷ سلنه صادرات له ګمرکي محصول پرته هند ته لېږل کېږي. د نوموړي په وینا، په راتلونکو کلونو کي به دا کچه ۸۲ سلنې ته لوړه شي.
په تړون کي د پسونو غوښې، وړۍ، سکرو، لرګیو او یو شمېر نورو مالونو لپاره د ګمرکي محصول د ختمولو یا کمولو پرېکړه شوې ده. د مڼو، کیوي مېوې او ځینو لبنیاتو د صادراتو لپاره هم اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د هند د تجارت وزارت وايي، د تړون له عملي کېدو سره نیوزیلېنډ ته د هند پر صادراتو هم ګمرکي محصول ختم شوی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنی تجارت شاوخوا درې اعشاریه ۹۵ اربه نیوزیلېنډي ډالرو ته رسېږي. دواړه حکومتونه هیله لري چې نوی تړون به تجارت او پانګونه زیاته کړي.
نیوزیلېنډ په همدې ورځ له برازیل او کاناډا سره د تجارتي اړیکو د پراخولو لپاره د نویو خبرو اعلان هم کړی دی. د نیوزیلېنډ حکومت غواړي چې تر ۲۰۳۴ کال پورې خپل صادرات دوه چنده کړي او د هند په څېر لویو بازارونو ته د خپلو مالونو د رسولو لپاره نورې لارې پیدا کړي.
د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د ازاد تجارت تړون د دواړو هېوادونو د څو میاشتو خبرو اترو وروسته لاسلیک شوی و.


شال نیوز