اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان سپریم کورټ د هغو خلکو د قانوني مرستې لپاره ځانګړې څانګه پرانیستې ده چې د وکیل نیولو او د خپلو مقدمو د چلولو وس نه لري. د سپریم کورټ د عدالتي اصلاحاتو ادارې شمیله ناز ویلي چې دا څانګه د سپریم کورټ د عامه مرستو په مرکز کي جوړه شوې ده.

 

د هغې په وینا، په دې څانګه کي به یو قانوني مرستیال خلکو ته لارښوونه کوي چې د خپلو مقدمو په اړه له کومې ادارې مرسته غوښتلی شي او د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره څه کول پکار دي.

 

سپریم کورټ د خلکو د لارښوونې لپاره د ۱۸۱۸ شمېرې ټیلیفوني خدمت هم لري. د ادارې په وینا، د عدالت اړوند شاوخوا ۲۰ خدمتونه د انټرنېټ له لارې هم خلکو ته وړاندې کېږي.

 

د دې څانګې له لارې به په ځانګړي ډول هغو خلکو ته اسانتیا برابره شي چې د عدالتي کارونو په طریقو نه پوهېږي او د وکیل نیولو لپاره پیسې نه لري.

 

خو دا لا نه ده څرګنده چې سپریم کورټ به د دې څانګې له لارې بې‌وسه خلکو ته وړیا وکیلان هم ورکوي او که به یوازې قانوني مشورې او لارښوونې ورته کوي.