شبوه (شال نیوز) : د یمن په جنوبي شبوه ولایت کي پر یوه پوځي روزنیز مرکز د میزایلو په برید کي لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴ زیات ژوبل شوي دي.
اسوشیټېډ پرېس د مرګ ژوبلې دغه شمېرې خپرې کړې دي، خو رویټرز د حکومتي او روغتیايي سرچینو له قوله د ۱۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، حوثیانو د شبوه ولایت د جردان ولسوالۍ د العالم پر پوځي مرکز درې بالېسټیک میزایل توغولي دي.
برید هغه مهال شوی چې په مرکز کي د حکومتي ځواکونو روزنه روانه وه. په وژل شوو کسانو کي نوي استخدام شوي سرتېري هم شامل دي.
د برید د مرګ ژوبلې په اړه د سرچینو شمېرې توپیر لري او تر اوسه د وژل شوو او ژوبلو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی.


شال نیوز