اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې له خپلې څوکۍ استعفا نه ورکوي او که عمران خان ترې د استعفا غوښتنه وکړي، نو بیا به خپله څوکۍ پرېږدي.

 

اڅکزي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د پاکستان تحریک انصاف یوې لوړپوړې کمېټۍ د هغه د استعفا غوښتنه وکړه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف دې کمېټۍ د اکتوبر پر ۱۷مه د شنبې په شپه په یوه غونډه کې د اڅکزي د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

 

محمود خان اڅکزي ویلي، هغه څوک چې په اډیاله جېل کې بندي دی او دی یې د اپوزیشن د مشر په توګه نومولی و، که ترې د استعفا غوښتنه وکړي، نو استعفا به ورکړي. د هغه اشاره د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ته وه.

 

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف د ځینو مشرانو او اڅکزي ترمنځ اختلافات وروسته له هغې زیات شوي چې نوموړي تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی په مشرۍ په احتجاجي لاریون کې ګډون ونه کړ.

 

خو دا لا نه ده روښانه چې په دغه لاریون کې د اڅکزي نه ګډون د هغه د استعفا د غوښتنې اصلي لامل دی که نور سیاسي اختلافات هم شته. محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر دی. هغه د عمران خان په ملاتړ د روان کال د جنورۍ پر ۱۶مه د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر ټاکل شوی و.

 

اڅکزی د تحریک تحفظ آیین پاکستان په نوم د اپوزیشن د سیاسي اتحاد مشري هم کوي. دغه اتحاد په دې وروستیو کې له حکومت سره د خبرو واک نوموړي ته سپارلی و، خو شرط یې دا ایښی چې له هر ډول خبرو مخکې باید له عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړل شي.

 

د تحریک انصاف د کمېټۍ له خوا د اڅکزي د استعفا د غوښتنې په اړه د ګوند رسمي دریځ لا نه دی څرګند شوی. دا هم نه ده معلومه چې عمران خان پخپله د اڅکزي د استعفا ملاتړ کوي که نه.

 

د قومي اسمبلۍ د اصولو له مخې، د اپوزیشن د مشر د بدلولو لپاره د اپوزیشن د غړو ملاتړ مهم دی او یوازې د یوې ګوندي کمېټۍ غوښتنه د هغه د لرې کولو لپاره کافي نه ده.

 

د اڅکزي د استعفا پر سر دغه اختلاف په داسې وخت کې راپورته شوی چې د تحریک انصاف او حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو د بیا پیلولو هڅې روانې دي.