کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په تپي سیمه کې د یو کور د چت راپرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان ژوبل شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ کوهاټ د معلوماتو له مخې، پېښه د میر خنان په نوم د یوه کس په کور کې شوې ده، چې د خټو جوړ چت یې راپرېوتی دی.
د ژغورنې ادارې ویلي چې د دوی ډلو ټول اووه ژوبل کسان له خاورو او خښتو راایستلي او د کوهاټ ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته یې رسولي دي. په ژوبلو کسانو کې ۴۰ کلنه صدیقه، ۱۶ کلنه صایمه، ۱۵ کلن سنان، ۱۰ کلن آصف، اته کلن انس، شپږ کلن ضرار او یوه کلنه اریبه شامل دي.
د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې د کور چت د څه له امله راپرېوتی دی.


شال نیوز