باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ پولیسو په برنګ او ارنګ تاڼو کي د خلکو د ستونزو او شکایتونو اورېدو لپاره پرانیستې غونډې کړې دي. پولیس وايي، په برنګ کي د غونډې مشري ډي اېس پي سعیدالرحمان او په ارنګ کي د تاڼې مشر ظاهر شاه کوله.

 

په غونډو کي ځایي خلکو د امنیت، نشه يي توکو او نورو ستونزو په اړه خپل شکایتونه وړاندې کړل. د پولیسو په وینا، اړوندو افسرانو ته لارښوونه شوې چې د خلکو شکایتونه وڅېړي او د حل لپاره یې اقدامات وکړي.

 

ګډونوالو په باجوړ کي د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو د عملیاتو ستاینه کړې او غوښتنه یې کړې چې دغه لړۍ نوره هم پراخه شي. پولیسو ویلي چې د نشه يي توکو د کاروبار او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په دواړو غونډو کي څومره شکایتونه ثبت شوي او څومره یې حل شوي دي.