واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د ښکته ضلعې د واڼې په ډابکوټ کلي کي ځایي خلکو ویلي چې له بارودو ډک یو ګاډی له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کورونو ترمنځ ولاړ دی او د ممکنه چاودنې له وېرې د سیمې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د چاودنې د خطر له امله ماشومان سکولونو ته نه شي تللی، د خلکو تګ راتګ محدود شوی او ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو د وتلو وېره لري. هغوی وايي چې د خلکو ترڅنګ د کورنیو څارویو ژوند هم له خطر سره مخ دی.
امنیتي سرچینو ویلي چې دغه ګاډی د کواډکاپټر ډرون په وسیله په نښه شوی او پنځه توغندي پرې توغول شوي وو، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د دغو سرچینو په وینا، په ګاډي کي له بارودو ډک یو بوشکه موجوده ده چې د چاودنې خطر یې لا هم شته.
ځایي خلک پوښتنه کوي چې که په ګاډي کي بارود موجود وي، نو ولې له څلورو ورځو تېرېدو سره سره د خلکو د خوندیتوب لپاره اقدامات نه دي شوي؟
د ډابکوټ اوسېدونکو له حکومت، امنیتي ځواکونو او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د بمونو د شنډولو ماهره ډله سیمې ته ولېږي، خطرناکه سیمه خوندي کړي او د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره بېړني ګامونه واخلي.
د سیمې خلکو ویلي چې د ګاډي موجودیت د دوی ورځنی ژوند اغېزمن کړی او د ماشومانو تعلیم یې هم له خنډ سره مخ کړی دی.
شال نیوز تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې چې په ګاډي کي څومره بارود موجود دي، پر ګاډي برید چا کړی او ولې دغه ګاډی لا هم د استوګنې په سیمه کي ولاړ دی. د اړوندو چارواکو رسمي دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


ظفر وزير