کوټه (شال نیوز) : د وزیراعظم د ځوانانو پروګرام مشر رانا مشهود احمد خان ویلي چې د «یوتھ هب» پروګرام له لارې به د بلوچستان ځوانانو ته د کاروبار، روزګار او مسلکي روزنې موقعې برابرې کړي.
نوموړي د کوټې د سوداګرۍ او صنعت په خونه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټیکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکول د وفاقي حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.
د هغه په وینا، تر اوسه د وزیراعظم د «یوتھ هب» پروګرام له لارې نهه لکه ځوانانو خپل نومونه ثبت کړي او ۲۴۰۰ کمپنۍ هم ورسره یوځای شوې دي.
رانا مشهود وویل چې د کوټې د سوداګرۍ او صنعت خونې په همکارۍ به د کوچنیو کاروبارونو او نویو شرکتونو د ملاتړ لپاره کار کوي، څو ځوانان وکولی شي خپل کاروبارونه پیل کړي او د روزګار موقعې پیدا کړي.
هغه زیاته کړه چې د بلوچستان ځوانانو ته به د طبیعي افتونو پر مهال د ژغورنې او مرستې روزنه هم ورکول کېږي. نوموړي د سوداګرو د ستونزو د هواري ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې اړه به له وزیراعظم او وفاقي حکومت سره خبرې وکړي.
رانا مشهود له ځوانانو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه حکومت ته وسپاري. نوموړي دا نه دي ویلي چې په بلوچستان کې به د دې پروګرام له لارې څومره ځوانانو ته د کاروبار موقعې برابرې شي او عملي چارې به یې کله پیل شي.


نعيم اچکزئي