چلاس (شال نیوز) : د ګلګت بلتستان اعلا وزیر امجد حسین آذر ویلي چې د دیامر ضلعې شاوخوا ۵۵ زره ماشومان سکولونو ته نه ځي او حکومت به هڅه کوي چې د سیمې لرې پرتو کلیو ته د تعلیم اسانتیاوې ورسوي.

 

نوموړي د اکتوبر پر ۱۸مه په چلاس کي یوې ولسي غونډې ته وویل چې دیامر د ګلګت بلتستان له هغو ضلعو څخه ده چې د تعلیم، روغتیا او نورو بنیادي اسانتیاوو له کمښت سره مخ ده.

 

اعلا وزیر وویل چې د سیمې پرمختګ د ماشومانو له تعلیم سره تړلی دی او حکومت غواړي چې په لرې پرتو سیمو کي هم ماشومانو ته د تعلیم مساوي موقعې برابرې کړي.

 

هغه اعلان وکړ چې په کورونو کي روان سکولونه به د سرکاري تعلیم له نظام سره یوځای کړل شي، څو له تعلیم څخه محروم ماشومان سکولونو ته د تګ موقع ترلاسه کړي.

 

د دیامر د تعلیم ستونزې له دې وړاندې هم د سرکاري ادارو پام ځان ته اړولی و. د پاکستان د اوبو او برېښنا ادارې، واپډا، د روان کال په مارچ کي د دیامر د ۷۵ سکولونو لپاره د ۹۴ میلیونو روپیو څخه د زیاتو پیسو منظوري ورکړې وه.

 

د دغې منصوبې له لارې په چلاس، تانګیر او داریل کي ۲۲۵۰ هغو جینکو ته د تعلیم اسانتیاوې برابرېږي چې له سکولونو بهر پاتې شوې وې. د روغتیا په برخه کي اعلا وزیر ویلي چې د دیامر لپاره یې د ځانګړي تنخوايي نظام له لارې د ۵۰ څخه د زیاتو ډاکټرانو د ګمارلو امر کړی دی.

 

هغه همداراز ویلي چې د چلاس په سیمه‌ییز مرکزي روغتون کي به د ډاکټرانو او نورو ضروري طبي اسانتیاوو کمښت پوره کړل شي. امجد حسین د خپل سفر پر مهال د روغتونونو، کالجونو، د برېښنا د پروژو او نورو پرمختیايي کارونو معاینه کړې او اړوندو چارواکو ته یې د روانو منصوبو د ژر بشپړولو لارښوونه کړې ده.

 

اعلا وزیر د دیامر د پرمختګ لپاره د یوې ځانګړې ادارې د جوړولو اعلان هم کړی دی. د هغه په وینا، دا اداره به د پرمختیايي منصوبو د کارونو څارنه کوي. هغه ویلي چې د اوبو رسولو، د ښار د صفایۍ او د سیف سټي منصوبې به د واپډا په مرسته عملي کېږي.

 

د روزګار په اړه نوموړي ویلي چې د پولیسو ۵۰۰ خالي څوکۍ به د دیامر د اوسېدونکو لپاره ځانګړې شي. د هغه په وینا، واپډا هم د سیمې خلکو ته د ۴۰۰ نورو نوکریو اعلان کړی دی. اعلا وزیر د مالدارۍ او کرنې د پرمختګ لپاره د ګرځنده حیواني روغتون د برابرولو خبره هم کړې ده، څو د لرې پرتو سیمو مالدارانو ته طبي اسانتیاوې ورسېږي.

 

امجد حسین ویلي چې په تېر وخت کي د سیمې موجودې سرچینې په سمه توګه نه دي کارول شوې، خو حکومت به هڅه کوي چې پرمختیايي پیسې په شفاف ډول ولګول شي. هغه له ځايي خلکو هم غوښتي چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د سیمې د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.