لکي مروت (شال نیوز) : د لکي مروت پولیسو د ضلعې په بېلابېلو سیمو کي د پلټنو پر مهال څلور مطلوب کسان نیولي او د وسله والو د یو شمېر پټنځایونو د ړنګولو خبر یې ورکړی دی.

 

پولیس وايي، دا عملیات د اکتوبر په ۱۸مه د ضلعي پولیس افسر سجاد احمد صاحبزاده په مشرۍ ترسره شوي دي. په عملیاتو کي د ترهګرۍ ضد ادارې، ایلیټ فورس، د چټک غبرګون ځواکونو او د بمونو د شنډولو ډلې برخه اخیستې ده.

 

د پولیسو په وینا، په نورخېل، جبارخېل، وانډه میر عالم، دره تنګ، وانډه دولتي، لنډ احمدخېل او یو شمېر نورو سیمو کي یې کور په کور پلټنې کړې دي. پولیسو ویلي چې د عملیاتو پر مهال یې له ځینو ځایونو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي، خو د ترلاسه شوو وسلو شمېر او ډولونه یې نه دي څرګند کړي.

 

د نیول شوو څلورو کسانو نومونه، پر هغوی لګېدلي تورونه او د ثبت شوو مقدمو تفصیل هم نه دی خپور شوی. د عملیاتو او نیونو په اړه د پولیسو د معلوماتو خپلواک تصدیق نه دی شوی.