کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان امنیتي سرچینې وايي چې د مستونګ په غرنیو سیمو کي یې د وسله والو له خوا تښتول شوي ۲۰ تر روزنې لاندې پولیس سرتېري په ځانګړو عملیاتو کي راخوشي کړي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، ټول ۲۰ سرتېري روغ رمټ راخوشي شوي او د هغوی یوه ویډیو هم خپره شوې ده. خو تر اوسه د عملیاتو د څرنګوالي او د تښتوونکو د نیول کېدو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
دغه سرتېري د اکتوبر په ۱۶مه د قلات د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د اوونۍ په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې وسله والو د قلات او نوشکي ترمنځ د سربند پر لاره د هغوی مسافر وړونکی ګاډی ودراوه.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله والو د ګاډي سپرلۍ وپېژندلې او ۲۰ پولیس سرتېري یې له ځان سره بوتلل، خو چلوونکی او درې نور مسافر یې خوشي کړل.
چارواکي وايي چې وسله والو دغه سرتېري د مستونګ ضلعې د کردګاپ تحصیل د ګورګینې غرنیو سیمو ته وړي وو او له هغه ځایه یې نامعلوم لوري ته انتقال کړي وو.
تښتول شوي سرتېري د بلوچستان د رخشان ډویژن اوسېدونکي وو. په هغوی کي اته د خاران، پنځه د نوشکي، څلور د چاغي او درې د واشک ضلعې اوسېدونکي وو.
دغه کسان پخوا د لېویز ځواک غړي وو، خو له پولیسو سره د لېویز له یوځای کېدو وروسته د روزنې لپاره د قلات مرکز ته لېږل شوي وو.
د تښتونې له پېښې وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو د مستونګ او قلات په غرنیو سیمو کي د هغوی د موندلو لپاره پلټنې او عملیات پیل کړي وو.
امنیتي سرچینې وايي چې سرتېري د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کي راخوشي شوي دي. خو په یوه بل راپور کي ویل شوي چې تښتوونکو هغوی خوشي کړي دي. تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د سرتېرو خوشي کېدل د امنیتي عملیاتو نتیجه وه او که تښتوونکو پخپله پرېښودل.
په بلوچستان کي د تښتونو نورې پېښې
د دغو سرتېرو تښتول کېدل په بلوچستان کي د سرکاري چارواکو او کارکوونکو د تښتونو د وروستیو پېښو یوه برخه ده. د اکتوبر په منځنۍ اوونۍ کي د رخشان ډویژن کمشنر اسدالله کاکړ هم له خپل چلوونکي سره تښتول شوی و. د پولیسو په وینا، نوموړی له کوټې څخه خاران ته روان و چې وسله والو یې ګاډی ودراوه.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کي په دغه سیمه کي د سرکاري چارواکو د تښتونې څو پېښې شوې دي. تر دې وړاندې یو جوډیشل مجسټرېټ او یو ډپټي کمشنر هم تښتول شوي وو چې وروسته خوشي شول.
په بلوچستان کي د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له څو کلونو راهیسې نښتې روانې دي. بلوچ لېبرېشن آرمي یا بي اېل اې په تېرو وختونو کي پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري منلې ده.
خو د مستونګ د دغو ۲۰ سرتېرو د تښتونې په اړه د بي اېل اې له خوا د ذمه وارۍ منلو کوم تایید شوی بیان نه دی ترلاسه شوی. د سرتېرو له راخوشي کېدو سره د هغوی د تښتونې دا پېښه پای ته رسېدلې، خو د تښتوونکو د هویت، د پېښې د علت او د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه لا پوښتنې پاتې دي.


نعيم اچکزئي