تهران (شال نیوز) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د اکتوبر په ۱۹مه تهران ته سفر وکړي او له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره به د دواړو هېوادونو پر اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسلو خبرې وکړي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د لاوروف د سفر پر مهال به د تهران او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو موافقو، سیاسي او اقتصادي همکاریو او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشي.

 

روسیه او ایران په وروستیو کلونو کي خپلې سیاسي، اقتصادي او دفاعي اړیکې پراخې کړې دي. دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کي د ستراتیژیکو همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړی و چې پکی د تجارت، ټرانسپورټ، انرژۍ او امنیت په برخو کي د همکاریو پراخول شامل دي.

 

د لاوروف دا سفر په داسې وخت کي اعلان شوی چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له کړکېچ سره مخ دي او په منځني ختیځ کي امنیتي وضعیت هم د نړیوالو خبرو مهمه موضوع ده.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې لاوروف به د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وویني. د وزارت په وینا، دا به په ۲۰۲۶ کال کي د لاوروف او عراقچي څلورمه مخامخ لیدنه وي. دواړو وزیرانو سږ کال ۱۴ ځله ټیلیفوني خبرې هم کړې دي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړه وزیران به د تجارت، پانګونې، انرژۍ او ګډو ټرانسپورټي پروژو ترڅنګ د فارس خلیج پر امنیتي حالاتو هم خبرې وکړي. د وزارت په وینا، په ملګرو ملتونو، برېکس او د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي هم د خبرو برخه ده.

 

بلخوا د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې لا هم له ستونزو سره مخ دي. ایران غواړي چې امریکا پر ایراني تېلو لګول شوي بندیزونه ختم کړي او پر ایراني بندرونو بندیز لرې کړي، خو واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم موافقه غواړي.

 

د سپتمبر په ۲۵مه لاوروف او عراقچي په نیویارک کي هم لیدلي وو او د منځني ختیځ د کړکېچ د هواري لپاره یې پر سفارتي لارو ټینګار کړی و.