کوټه (شال نیوز) : د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په قلات او ګوادر ضلعو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژل شوي او د پوځ یو مېجر د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي آر) د دوشنبې، اکتوبر ۱۹مې، د بیان له مخې، امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۱۸مه د قلات ضلعې په جټک آباد سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي دي.
پوځ وايي، د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره سختې ډزې شوې چې پکی څلور وسله وال وژل شوي او له سیمې څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
په یوه بله پېښه کې د ګوادر ضلعې د پسني تحصیل په شادي کور سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه ډله د عملیاتو پر مهال د ځای پر ځای شوي بم ښکار شوې ده. د پوځ په وینا، په چاودنه کې د دغې ډلې مشر مېجر وجاهت وحید وژل شوی دی. نوموړی ۳۴ کلن و او د لاهور اوسېدونکی و.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې په دواړو سیمو کې د وسله والو د موجودیت په اړه معلومات ترلاسه شوي وو او د نورو وسله والو د موندلو لپاره عملیات روان دي.
پاکستاني چارواکي په بلوچستان کې ځینې فعالې وسله والې ډلې له هند سره تړلې بولي او ورته د «فتنه الهندوستان» نوم کاروي. خو د دغو ډلو له هند سره د اړیکو ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د مېجر وجاهت وحید پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کړی دی.
په بلوچستان کې په وروستیو ورځو کې امنیتي عملیات زیات شوي دي. د پوځ د معلوماتو له مخې، د اکتوبر په ۱۷مه په کوټه، نوشکي او خضدار ضلعو کې اته وسله وال او د اکتوبر د ۱۲مې او ۱۳مې ترمنځ په واشک ضلعه کې پنځه نور وسله وال وژل شوي وو.
د دغو عملیاتو د مرګ ژوبلې شمېرې د پاکستان پوځ خپرې کړې دي او خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړې.


نعيم اچکزئي