میر علي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میر علي کي ناڅرګنده وسله والو د ضلعې د پولیسو پر مشر سجاد حسین ډزې کړې دي، خو نوموړی او د هغه امنیتي ساتونکي له برید څخه روغ وتلي دي.
د شمالي وزیرستان پولیس وايي، برید د اکتوبر په ۱۸مه ماسپښین د میر علي پر بای پاس سړک هغه مهال شوی چې په سیمه کي کرفیو لګېدلی و او د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه وو.
د پولیسو په وینا، له برید وروسته په سیمه کي امنیتي انتظامات نور هم سخت شوي او د برید کوونکو د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
تر اوسه د برید کوونکو شناخت او د برید علت نه دی معلوم شوی. د برید ذمه واري هم کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.


شال نیوز