سوات (شال نیوز) : د پاکستان د مرکزي حکومت وزیر انجینیر امیر مقام ویلي د سوات موټروې عملي کارونه به ژر پیل شي او د کالام پر سړک به هم پلونه جوړ شي.

 

نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر په ۱۸ مه د سوات په مینګوره کې د نشاط چوک پر غونډه کړې، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) له لوري د یوم نجات او یوم تشکر په نوم جوړه شوې وه.

 

امیر مقام په خپله وینا کې پر پاکستان تحریک انصاف نیوکې کړې او ادعا یې کړې چې د سوات خلکو په غونډه کې په پراخه کچه ګډون کړی او په دې توګه یې د دغه ګوند سیاست رد کړی دی. نوموړي د خیبر پښتونخوا د پخواني صوبایي حکومت د ۱۳ کلنې واکمنۍ د حساب ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

 

امیر مقام ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د امن ټینګښت او خلکو ته د امنیت برابرول باید لومړیتوب وي. د نوموړي په وینا، د صوبې خلک نور د ناامنۍ زغم نه لري او ټولې سیاسي ډلې او اړوندې ادارې باید د امن لپاره ګډ کار وکړي.

 

هغه همداراز ویلي، د سوات موټروې د کارونو له پیل سره به د سیمې د تګ راتګ، سیاحت او سوداګرۍ د ودې زمینه برابره شي. نوموړي د کالام پر سړک د پلونو د جوړولو خبره هم کړې، خو د دغو پروژو د پیل کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

 

امیر مقام ویلي، هڅه به وکړي چې په پاټا او فاټا کې د مالیاتو په اړه د خلکو ستونزې هوارې شي. هغه له مرکزي حکومت او د پنجاب له اعلی وزیرې مریم نواز څخه غوښتي چې د خیبر پښتونخوا د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

نوموړي همداراز د امنیتي پوستو د ختمولو او د خیبر پښتونخوا خلکو ته د پنجاب د بیو له مخې د اوړو د برابرولو غوښتنه کړې ده. امیر مقام د خیبر پښتونخوا پر پخواني حکومت تور لګولی چې د واکمنۍ پر مهال یې د کانونو د استخراج ډېر جوازونه ورکړي دي. هغه د دغو جوازونو د ورکړې په اړه د روڼتیا او د عامه ګټو په پام کې نیولو غوښتنه کړې ده.

 

نوموړي د صوبایي حکومت له لوري د چندې او مالي سرچینو په نوم د راټولو شویو پیسو د لګښت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او د دغو پیسو د استعمال د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.

 

امیر مقام ویلي، د خیبر پښتونخوا خلک د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې درانه زیانونه ګاللي او اوس باید د امن، غوره تګ راتګ او اقتصادي پرمختګ له فرصتونو برخمن شي.