چمن (شال نیوز) : د بلوچستان په چمن سیمه کې د کوټې ـ چمن پر لویه لار د مېزۍ اډې ته نږدې نامعلومو وسله‌والو د صدر پولیسو پر تاڼه ډزې کړې دي، چې پکې د تاڼې یو اشپز وژل شوی او یو پولیس سرتېری ټپي شوی دی.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ډزو کې د تاڼې اشپز جیلاني خان د روستم زوی وژل شوی، او د کاکوزیو قوم سره تعلق لرونکی پولیس سرتېری میرویس خان د احمد خان زوی ټپي شوی دی. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، خو برید کوونکي له ځایه تښتېدلي دي.

 

ټپي پولیس لومړی د مېزۍ اډې ټراما مرکز ته وړل شوی، چې هلته ورته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي. وروسته د وژل شوي تن مړی او ټپي پولیس د نورو طبي او قانوني مراحلو لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي.

 

تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه او نه هم د برید کوونکو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات خپاره شوي دي. د برید ذمه واري هم کومې ډلې نه ده منلې.