اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کي د ترینګلتیاوو د کمولو، د امن او ثبات د ټینګښت او د سفارتي هڅو پر زیاتولو خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اکتوبر په ۱۸مه، د یکشنبې په ماسپښین، د پاکستان د وزیراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو وزیرانو د پاکستان او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر وروستیو حالاتو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر سفارتي هڅو د نظرونو تبادله کړې ده.
دا خبرې په داسې وخت کي شوې چې عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۵۲مه غونډه کي د ګډون لپاره بغداد ته تللی دی.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دواړو وزیرانو د سیمې پر کومو ځانګړو مسئلو خبرې کړې او یا یې د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر کومو اقداماتو موافقه کړې ده.


شال نیوز