واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې د واڼې په زیړي نور سیمه کي نامعلومو وسله والو د شاه حسین په نوم یو سوداګر تښتولی دی.
د مقامي معلوماتو له مخې، پېښه د واڼې سټي تاڼې په حدودو کي شوې ده، خو تر اوسه د تښتونې علت او د وسله والو پېژندګلوي نه ده معلومه. په واڼا کي د تښتونو پېښو د سیمې د اوسېدونکو او سوداګرو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.
مقامي خلک وايي، د ناامنۍ له امله یې ورځنی ژوند او کاروبار اغېزمن شوی او د تښتونو د پېښو دوام د سوداګرو لپاره نورې ستونزې هم پیدا کولای شي.
د سیمې اوسېدونکو له پولیسو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د شاه حسین د خوندي راخوشې کولو لپاره ګامونه واخلي او په تښتونه کي ککړ کسان ونیسي.
تر اوسه پولیسو د دې پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی او دا هم نه ده معلومه چې د شاه حسین د موندلو لپاره کوم اقدامات شوي دي.


ظفر وزير