کوټه (شال نیوز) : د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان په کوټه، نوشکي او خضدار ضلعو کې یې د درېیو جلا عملیاتو پر مهال اته وسله‌وال وژلي دي. د پوځ د بیان له مخې، وژل شوي کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) غړي وو.

 

پوځ ویلي چې پنځه وسله‌وال په کوټه کې هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې پر یوه سړک امنیتي پوسته جوړه کړي او د خلکو تګ راتګ ګډوډ کړي.

 

په نوشکي کې امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال د وسله‌والو یو پټنځای موندلی دی. د پوځ په وینا، په ورپسې نښته کې دوه وسله‌وال وژل شوي او له پټنځای څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

 

په خضدار کې هم د وسله‌والو پر یوه پټنځای د عملیاتو پر مهال د یوه وسله‌وال د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

پوځ ویلي چې په خضدار کې یې ۴۹۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي هم ترلاسه کړي دي.

 

د پوځ په وینا، په دغو سیمو کې د وسله‌والو د لټون عملیات روان دي. د بلوچستان د ازادۍ پوځ تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي او د پاکستان د پوځ د څرګندونو خپلواک تصدیق هم نه دی شوی.