انقره (شال نیوز) : د ترکیې پولیسو په ادرنه او قیصري ښارونو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۵۸ افغان او پاکستاني کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي.
د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، خپاره شوي معلومات ښيي چې پولیسو په ادرنه ښار کې ۲۷ افغان او پاکستاني کډوال نیولي او د قانوني کارروایۍ لپاره یې د کډوالۍ ادارې ته سپارلي دي.
په یوه بله پېښه کې د قیصري پولیسو د مالاتیا پر لویه لار دوه موټر درولي چې په یوه کې ۳۱ افغان کډوال سپاره وو. د پولیسو په وینا، دویم موټر د کډوالو د لېږدوونکو کسانو له خوا د پولیسو د پوستو د څارنې لپاره کارول کېده.
پولیسو د ۳۱ افغان کډوالو ترڅنګ څلور نور کسان هم د انساني قاچاق او جعلي اسنادو د کارولو په شک نیولي دي. چارواکي وايي، نیول شوي کډوال به د قانوني کارروایۍ له بشپړېدو وروسته د بېرته ستنولو مرکزونو ته ولېږدول شي، چې له هغه ځایه یې د ترکیې د قانون له مخې د ایستلو پرېکړه کېدای شي.
څلور شکمن کسان هم د لومړنیو پلټنو وروسته عدالت ته وړاندې شوي دي. د ترکیې د کډوالۍ ادارې د خپرو شوو شمېرو له مخې، د اکتوبر تر اتمې پورې په دغه هېواد کې له ۳۰ زرو زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي.
افغانان په ترکیه کې د بې اسناده نیول شویو کډوالو له تر ټولو لویو ډلو څخه دي. ترکیه د هغو افغان کډوالو لپاره هم د تګ یوه مهمه لار ده چې غواړي اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو د سرحدونو سختې څارنې او د کډوالۍ قوانینو د هغوی سفر له ستونزو سره مخ کړی دی.


شال نیوز