کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یوناما، اعلان کړی چې د بنګلهدېش ډیپلوماټې رباب فاطمې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د جولای پر ۱۵مه رباب فاطمه دې دندې ته ټاکلې وه، خو نوموړې تر دې وړاندې په رسمي توګه خپل کار نه و پیل کړی. فاطمې په تېرو اوونیو کي په امریکا کي د هند او تاجکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
رباب فاطمه په ډیپلوماسۍ او دولتي چارو کي له ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري. نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږ پرمختللو، په وچه کي د ایسارو او کوچنیو ټاپووزمو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي استازې په توګه کار کړی دی.
هغې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په ملګرو ملتونو کي د بنګلهدېش د سفیرې او دایمي استازې دنده هم ترسره کړې ده.
رباب فاطمه په ۲۰۲۲ کال کي لومړنۍ ښځه شوه چې د ملګرو ملتونو د سولې د ټینګښت کمېسیون مشري یې پر غاړه واخیسته. نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۷مې غونډې د رئیسې مرستیاله هم پاتې شوې ده.
فاطمې د استرالیا د کانبرا له پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کي لېسانس او د امریکا له تافتس پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کي ماسټري کړې ده. نوموړې په بنګالي او انګلیسي ژبو خبرې کوي او له اردو او هندي ژبو سره هم بلدتیا لري.
رباب فاطمه د قرغزستان د پخوانۍ ډیپلوماټې روزا اوتونبایوا ځای نیسي. د یوناما په مهمو کارونو کي له افغانستان سره بشري مرستې، د بشري حقونو څارنه، د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او له اړوندو لورو سره سیاسي خبرې شاملې دي.


شال نیوز