جنیوا — د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو په یو تازه او بېړني بیان کې خبرداری ورکړی چې د پاکستاني فعال ادریس خټک روغتیايي حالت په زندان کې د ژوند لپاره خطرناک حد ته رسېدلی او هغه باید سمدستي خوشې شي۔

دا بیان په جنیوا کې خپور شوی چې پکې د پاکستان پر حکومت غږ شوی ترڅو خپلې نړیوالې ذمې وارۍ پوره کړي او یو داسې کس ازاد کړي چې له شپږو کلونو راهیسې په ناحقه بند کې ساتل کېږي۔

ادریس خټک چې د بشري حقونو په برخه کې د څېړونکي په توګه پېژندل کېږي د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د صوابۍ انټرچینج ته نږدې لادرکه شوی و چې وروسته بیا په ۲۰۲۱ کال کې یوې پوځي عدالت په پټه مقدمه کې د جاسوسۍ په تور د ۱۴ کلونو د سخت بند سزا واوروله خو د ملګرو ملتونو کارپوهانو او نړیوالو حقوقي ادارو تل دغه مقدمه غیر قانوني بللې او ویلي یې دي چې یو ملکي وګړی باید په پوځي عدالت کې محاکمه نشي۔

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د یوه خپلواک طبي ډاکټر لخوا د خټک د روغتیايي اسنادو څېړنه ښيي چې هغه له بې قابو شکرې د وینې لوړ فشار او د غاښونو له جدي خرابۍ او جراثیمو سره مخ دی چې په زندان کې ورته سم درمل نه ورکول کېږي۔

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپله اعلامیه کې وویل چې پاکستان باید د بشري حقونو په اړه د خپلو نړیوالو ذمې واریو څخه غاړه نه غړوي او خټک سمدستي  خوشې کړي ځکه چې په زندان کې د هغه هره اضافي ورځ د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده۔

تېر کال په نومبر ۲۰۲۵ کې هم د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې ویلي وو چې د ادریس خټک بند خپل سری دی او حکومت باید هغه ته د اوښتي زیان تاوان ورکړي خو تر اوسه دغه سپارښتنې نه دي منل شوي۔