صده (شال نیوز) : د کوزې کرمې په صدہ ښار کي د خېبر میډیکل یونیورسټۍ د سب کېمپس جوړولو لپاره هڅې تېزې شوې دي او د یونیورسټۍ یوې ډلې د مجوزه ودانۍ معاینه کړې ده.
د خېبر میډیکل یونیورسټۍ پېښور د وائس چانسلر په هدایت د کرم کېمپس ډائریکټر شفاعت حسین، کوآرډینېټر محمد حسین، انتظامي افسر تنویر حسین او لیکچرر دیان حسین د صدې له اسسټنټ کمشنر عصمت الله شینواري سره یو ځای د مجوزه ودانۍ دوره وکړه.
د دورې پر مهال د ودانۍ د حالت او د سب کېمپس د جوړولو لپاره د ضروري انتظاماتو جائزه واخیستل شوه. د کرمې ضلعي انتظامیې د دې منصوبې ملاتړ کړی او د ډپټي کمشنر له خوا د هر ډول ممکنه مرستې باور ورکړل شوی دی.
د ودانۍ له معاینې وروسته اړوند اسناد د نورو قانوني او انتظامي کارروایو او منظورۍ لپاره د خېبر میډیکل یونیورسټۍ مرکزي کېمپس پېښور ته لېږل شوي دي.
د صدې اسسټنټ کمشنر عصمت الله شینواري ویلي، د دې سب کېمپس په جوړېدو سره به د کوزې او منځنۍ کرمې زده کوونکو ته د لوړو زده کړو نور فرصتونه برابر شي.
هغه وویل، تعلیم نه یوازې د ځوانانو د راتلونکي لپاره ضروري دی، بلکې په ټولنه کي د امن، زغم او مثبت فکر په زیاتولو کي هم مهم کردار لري.
د کرم کېمپس ډائریکټر شفاعت حسین وویل، په صدہ کي د میډیکل یونیورسټۍ سب کېمپس جوړېدل به د سیمې د ځوانانو لپاره د تعلیم نوې لارې پرانیزي او د امن او ترقۍ په هڅو کي به مرسته وکړي. په کرمه کي د لوړو زده کړو د ادارو د کموالي له امله د سیمې ګڼ زده کوونکي د تعلیم لپاره نورو ښارونو ته ځي.
تر اوسه د سب کېمپس د جوړېدو حتمي منظوري نه ده ورکړل شوې او نه یې د کلاسونو د پیل نېټه اعلان شوې ده. د یونیورسټۍ مرکزي انتظامیه به د وړاندې شوو اسنادو له کتنې وروسته په دې اړه پرېکړه کوي.


شال نیوز