کوټه (شال نیوز) : پاکستان او ترکیې د بلوچستان په پشین ضلعه کې د مسو، سرو زرو او سپینو زرو د زېرمو د لټون او د کانونو د ممکنه استخراج لپاره د ګډې پانګونې هوکړه لاسلیک کړې ده.

 

د دې هوکړې له مخې به د پشین ضلعې په ۴۹۹ مربع کیلومتره سیمه کې د معدني زېرمو د معلومولو او د هغو د اقتصادي ارزښت د ارزونې چارې ترسره کېږي. د پاکستان د معدني پراختیا کارپوریشن او د ترکیې د «اېم ټي اې انټرنېشنل» شرکت د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، دا تړون لاسلیک کړی دی.

 

دواړه شرکتونه به د بلوچستان د حکومت له اړوندې ادارې سره په ګډه یو نوی شرکت جوړوي، چې د پروژې چارې به پر مخ وړي. د ترکیې شرکت به د معدني زېرمو د لټون تخنیکي چارې پر غاړه لري او د دې کار لپاره به پرمختللي وسایل او خپله تجربه کاروي.

 

د چارواکو په وینا، په لومړي پړاو کې به معلومه شي چې په ټاکل شوې سیمه کې د مسو، سرو زرو او سپینو زرو زېرمې څومره دي، کیفیت یې څنګه دی او استخراج یې له اقتصادي پلوه ګټه لري او که نه. پاکستان او ترکیه غواړي چې د روان کال تر پایه د پروژې اړوند پاتې تړونونه هم بشپړ کړي.

 

خو تر اوسه نه دي ویل شوي چې په دې پروژه به څومره پیسې لګېږي، د کانونو استخراج به کله پیلېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به ګټه څنګه وېشل کېږي. بلوچستان د پاکستان له هغو سیمو څخه دی چې د مسو، سرو زرو او نورو معدني زېرمو له امله یې د بهرنیو شرکتونو پام ځان ته اړولی دی.

 

پاکستان هڅه کوي چې د دې زېرمو په پراختیا سره بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او د کانونو له لارې خپل اقتصادي آمدن زیات کړي. که د پشین د کانونو د لټون پایلې مثبتې وي، په سیمه کې د کار روزګار او نورو اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو امکانات شته. خو دا به د زېرمو په اندازه، د استخراج په لګښت او د راتلونکو پانګونو پورې اړه لري.