ټورنټو (شال نیوز) : د کاناډا په ټورنټو ښار کې د بایسکلونو د ځانګړو لارو د ختمولو د حکومتي پرېکړې پر ضد احتجاجونه شوي دي. د اونټاریو صوبې په اېټوبیکوک سیمه کې احتجاج کوونکو د لاسونو زنځیر جوړ کړی او د هغو ماشینونو د کار مخه یې نیولې چې د بایسکلونو د لارو د ختمولو لپاره ورغلي وو.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د احتجاج پر مهال د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ شخړه شوې او لږ تر لږه دوه کسان نیول شوي دي. د اونټاریو وزیراعلی ډاګ فورډ وايي، د ټورنټو په مهمو سړکونو د بایسکلونو د ځینو لارو ختمول به د ټرافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو کې مرسته وکړي.
خو د بایسکل چلوونکو او چاپېریال ساتنې تنظیمونه وايي، د دغو لارو ختمول به بایسکل چلوونکي له خطر سره مخ کړي او خلک به د موټرو استعمال ته اړ کړي. احتجاج کوونکو ویلي چې د حکومت د پرېکړې تر بېرته اخیستو به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.
د احتجاج دقیق تاریخ او د دوو کسانو د نیول کېدو خبر لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.


شال نیوز