هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کي پولیسو د تلاشۍ د عملیاتو پر مهال درې مشکوک کسان نیولي او له هغوی څخه یې وسله ترلاسه کړې ده. د هنګو د پولیسو مشر صلاح الدین کنډي ویلي چې دغه عملیات د شینکۍ بانډې، ګنډېرۍ او دلن په سیمو کي په مشکوکو پټنځایونو ترسره شوي دي.

 

د نوموړي په وینا، پولیسو له نیول شوو کسانو څخه پنځه رایفلونه، دوه ریپیټر ټوپکونه، یو کلاشنکوف او یوه تومانچه ترلاسه کړې ده. په عملیاتو کي د ټل ډي اېس پي امجد خان، د ټل تاڼې مشر نبي خان او د دوآبې تاڼې مشر وحید نور خان برخه اخیستې وه.

 

صلاح الدین کنډي ویلي چې د وسله والو فعالیتونو او جرمونو د مخنیوي لپاره به د پولیسو عملیات له توپیر پرته جاري وي. پولیسو تر اوسه د نیول شوو کسانو نومونه او پر هغوی لګېدلي تورونه نه دي څرګند کړي.